کابل (پژواک، ٥ ورى ٩٩) : د سعودي عربستان د روغتيا وزارت اعلان کړى چې په دغه هېواد کې يو افغان د کرونا ناروغۍ له امله مړ شوى دى.
د سعودي رسنيو د وري په ٥مه، خبر ورکړى، چې دا په دې هېواد کې د کرونا ناروغۍ لومړۍ مړينه ده چې ثبت شوې ده.
د سعودي د عامې روغتيا وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره يولي چې مړ شوى افغان ٥١ کاله عمر درلود.
سرچينې زياته کړې چې په سعودې کې پر کرونا د اخته کسانو شمېره ٧٦٧ کسانو ته رسېدلې ده.
تر دې مخکې د افغانستان د کډوالو چارو وزارت ويلي چې په ايران کې هم ١٦ تنه افغان کډوال د کرونا له امله مړه شوي دي.
login or register a new account.