ژبه

افغانستان سره د کرونا د تشخیص او ساتنې د ۲۲ زره کېتونو مرسته وشوه

کابل (پژواک، ۲۶ حمل ۹۹):له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان مرسته شوي د کرونا ویروس د تشخیص ۱۲ زره او له دغې ناروغې د ساتنې لس زره کېتونه د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.

د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر پیر کورن، یاد مرسته شوي توکي تېره ورځ دغه وزارت ته وسپارل.

د سرچینې د معلوماتو له مخې، په مرسته شویو توکیو کې له کرونا د ساتنې لس زره او د دغې ناروغۍ د تشخیص ۱۲ زره کېتونه شامل دي.

سرچینه لیکي چې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز، د روغتیا نړیوال سازمان له مرستو مننه وکړه او دغه سازمان یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مهم ملګری وباله.

فېروز یاده مرسته مهمه وبلله، ویې ویل چې  دا مهال افغانستان کې دغو توکیو ته ډېره اړتیا ده.

افغانستان کې تر اوسه ۶۶۵ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۲۲ تنه مړه شوي او ۳۸ تنه بېرته روغ شوي دی.

login or register a new account.