کابل (پژواک، ۲۶ حمل ۹۹):له افغانستان سره د روغتیا نړیوال سازمان مرسته شوي د کرونا ویروس د تشخیص ۱۲ زره او له دغې ناروغې د ساتنې لس زره کېتونه د عامې روغتیا وزارت ته وسپارل شول.
د عامې روغتیا وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر پیر کورن، یاد مرسته شوي توکي تېره ورځ دغه وزارت ته وسپارل.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، په مرسته شویو توکیو کې له کرونا د ساتنې لس زره او د دغې ناروغۍ د تشخیص ۱۲ زره کېتونه شامل دي.
سرچینه لیکي چې د عامې روغتیا وزیر فېروزالدین فېروز، د روغتیا نړیوال سازمان له مرستو مننه وکړه او دغه سازمان یې د افغانستان د عامې روغتیا وزارت مهم ملګری وباله.
فېروز یاده مرسته مهمه وبلله، ویې ویل چې دا مهال افغانستان کې دغو توکیو ته ډېره اړتیا ده.
افغانستان کې تر اوسه ۶۶۵ د کرونا مثبتې پېښې ثبت شوي چې له دې ډلې ۲۲ تنه مړه شوي او ۳۸ تنه بېرته روغ شوي دی.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.











