پلخمری ( پژواک,۲۸ وری ۹۹ ) : نامسوله وسله والو د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دی.
د ده صلاح ولسوالۍ د قاسان کلي اوسیدونکي چې نه یې غوښت نوم یې خپورشي د وري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل نا مسوله وسله والو تېرماښام د ولسوالۍ په دیزک سیمه کې څلور تنه په ډزو وژلي دی .
د هغه په وینا، وژل شوي کسان دیوې کورنۍ ماما اوتره ځامن دي چې قاسان کلي ته پرلاره موټرکې د نا معلومه وسله والولخوا وژل شوي .
د ده صلاح ولسوالۍ یوې باوري سرچینې هم د پېښې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل، یوه ډله نا مسولو وسله والو تیرماښام د ده صلاح ولسوالۍ دیزک اوقاسان کلیو ترمنځ سیمه کې پریو موټربریدکې پنځه کسه وژلي .
د سرچینې په وینا، په یاده سیمه کې دوه مخالفې نامسوله وسله والې ډلې شته چې له تیروڅوکالوراهیسې یوپربل دغه شان مرګونې بریدونه کوي .
د بغلان امنیتی مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP