منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۵۰ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

نامسوولو وسله والو بغلان کې د یوې کورنۍ پنځه کسان وژلي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۲۳ کتنې

پلخمری ( پژواک,۲۸ وری ۹۹ ) : نامسوله وسله والو د بغلان ولایت په ده صلاح ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دی.

 د ده صلاح ولسوالۍ د  قاسان کلي اوسیدونکي چې نه یې غوښت نوم یې خپورشي د وري په ۲۸مه، پژواک خبري اژانس ته وویل نا مسوله وسله والو تېرماښام  د ولسوالۍ په دیزک سیمه کې څلور تنه په ډزو وژلي دی .

د هغه په وینا، وژل شوي کسان دیوې کورنۍ ماما اوتره ځامن دي چې قاسان کلي ته پرلاره موټرکې د نا معلومه وسله والولخوا وژل شوي .

د ده صلاح ولسوالۍ یوې باوري سرچینې هم د پېښې د تایید ترڅنګ پژواک ته وویل،  یوه ډله نا مسولو وسله والو تیرماښام د ده صلاح ولسوالۍ دیزک اوقاسان کلیو ترمنځ سیمه کې پریو موټربریدکې پنځه کسه وژلي .

د سرچینې په وینا،  په یاده سیمه کې دوه مخالفې نامسوله وسله والې ډلې شته چې له تیروڅوکالوراهیسې یوپربل دغه شان مرګونې بریدونه کوي .

د بغلان امنیتی مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه