ژبه

“اړوندې ادارې باید خلکو ته له کرونا سره په مبارزه کې د لګښتونو حساب ورکړي”

کابل (پژواک، غویی لومړی ۹۹): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د کرونا ویروس د وقایې او مبارزې اړوند لګښتونو په اړه د حساب ورکولو غوښتنه کوي او له اړوندو اداراتو غواړې چې په دې اړه له رسنیو او خلکو سره اطلاعات شریک کړي.

د کرونا ویروس د وقایې او مبارزې اړوند لګښتونو د حساب ورکولو په اړه  د اطلاعاتو لاسرسي کمېسیون په اعلامیه کې راغلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حکمونو پر اساس ټول حقوقي او حکمي اشخاص د ادارو د کړنو په اړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لري او له بلې خوا قانون حکم کوي چې ادارې د خپلو کړنو له روڼتیا څخه د اطمینان په موخه مستند اطلاعات مخکې له مخکې او یا هم د حقیقي او حکمي اشخاصو د غوښتنې پر اساس وړاندې کړي.

سرچېنې لیکلي چې په دې وروستیو کې د حکومت او نړیوالو بنسټونو له خوا یوه ستره بودجه د کرونا ویروس د وقایې او مبارزې لپاره ځانګړې شوې او په ورته حال کې د دې بودجې د مصرف د څرنګوالي په اړه انديښنې هم را پورته شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د شته شمېرو له مخې تر اوسه حکومت ۶،۷ میلیارده افغانۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د مرکز او ولایاتو لپاره د دولت له بودجې څخه تعدیل کړې دي.

سرچېنه همدارنګه زیاتوي چې که دغه پیسې په رڼه توګه ونه لګول شي، له یوې خوا به د دې وژونکې ویروس سره مبارزه له ګواښ سره مخ شي او له بلې خوا به د یاد مبلغ ضایع کېدو، د فساد، اختلاس او ناوړې ګټې اخیستنې احتمال هم موجود دی.

 اعلامیه کې راغلي:« په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د ځانګړې شوې بودجې د مصرف په هکله په مرکز او ولایاتو کې له ټولو اړوندو ادارو څخه د روڼتیا جدي غوښتونکی دی او اداراتو ته سپارښتنه کوي چې دوی ته د ځانګړو شوو پیسو شمېر، تدارکاتی اسناد او د مصرف څرنګوالي اړوند ټول اسناد له ولس او رسنیو سره شریک کړي.»

سرچیني زیاته کړې چې د موضوع او وضعیت حساسیت ته په کتو سره، خلک او رسنۍ هم باید په دې برخه کې له ادارو څخه د اطلاعاتو غوښتنه وکړي، ترڅو له کرونا ویروس سره د مبارزې او وقایې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په مصرف کې له روڼتیا څخه ډاډ تر لاسه کړي.

 په اعلامیه کې دا هم راغلي، په هغه صورت کې چې اړوندې ادارې د بودیجې د مصرف په اړه لازم اطلاعات خلکو او غوښتونکو ته وړاندې نه کړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون به د قانون له حکمونو سره سم لازم اقدامات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي:«د خلکو پر تګ راتګ د بندیز لګېدو ته په پام سره، بې له شکه چې اطلاعاتو ته لاسرسی هم کمیږي، له دې کبله ادارې مکلفې دې چې د اطلاعاتو د خپراوي پر بدیلو لارو غوړ وکړي او اطلاعات مخکې له غوښتنې د رسنیو او اړوندو ادارو د ویبپاڼو له لارې خپاره کړي.»

دغه راز په اعلامیه کې راغلي:«له کرونا ویروس سره د مبارزې د عامه پوهاوي کمېټې له خوا د لګښتونو جدول چې وړاندې له رسنیو سره شریک شوی، د دې کمېټې کړنو په اړه وګړو ته د اطلاع رسونې ښه بېلګه ده، خو د شفافیت د لا ښه تأمین لپاره ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کیږي، تر څو ټول حمایوي اسناد د اړوندو فعالیتونو د جزئیاتو، قراردادونو او تدارکاتي اسنادو سره مل، په مرکز او ولایاتو کې د خلکو او رسنیو په اختیار کې ورکړي.»

اطلاعاتو ته لاسرسي کمېسیون رئیس عین الدین بهادری هم نن په دغه ناسته کې وویل، کومې پیسې چې له کرونا ناروغۍسره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې، باید په رڼه ډول ولګول شي.

د هغه په وینا، که چېرې دغه پیسې په مرکز او ولایتونو کې په رڼه ډول ونه لګول شينو د کرونا ناروغې به په یوه بحران بدله شي.

login or register a new account.