منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۱۶ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۴۰ غ.م
۲° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۴° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

“اړوندې ادارې باید خلکو ته له کرونا سره په مبارزه کې د لګښتونو حساب ورکړي”

· ۴ دقیقې لوستل · ۱۰۱ کتنې

کابل (پژواک، غویی لومړی ۹۹): اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د کرونا ویروس د وقایې او مبارزې اړوند لګښتونو په اړه د حساب ورکولو غوښتنه کوي او له اړوندو اداراتو غواړې چې په دې اړه له رسنیو او خلکو سره اطلاعات شریک کړي.

د کرونا ویروس د وقایې او مبارزې اړوند لګښتونو د حساب ورکولو په اړه  د اطلاعاتو لاسرسي کمېسیون په اعلامیه کې راغلي چې اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون د حکمونو پر اساس ټول حقوقي او حکمي اشخاص د ادارو د کړنو په اړه، اطلاعاتو ته د لاسرسي حق لري او له بلې خوا قانون حکم کوي چې ادارې د خپلو کړنو له روڼتیا څخه د اطمینان په موخه مستند اطلاعات مخکې له مخکې او یا هم د حقیقي او حکمي اشخاصو د غوښتنې پر اساس وړاندې کړي.

سرچېنې لیکلي چې په دې وروستیو کې د حکومت او نړیوالو بنسټونو له خوا یوه ستره بودجه د کرونا ویروس د وقایې او مبارزې لپاره ځانګړې شوې او په ورته حال کې د دې بودجې د مصرف د څرنګوالي په اړه انديښنې هم را پورته شوې دي.

په اعلامیه کې راغلي چې د شته شمېرو له مخې تر اوسه حکومت ۶،۷ میلیارده افغانۍ له کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه د مرکز او ولایاتو لپاره د دولت له بودجې څخه تعدیل کړې دي.

سرچېنه همدارنګه زیاتوي چې که دغه پیسې په رڼه توګه ونه لګول شي، له یوې خوا به د دې وژونکې ویروس سره مبارزه له ګواښ سره مخ شي او له بلې خوا به د یاد مبلغ ضایع کېدو، د فساد، اختلاس او ناوړې ګټې اخیستنې احتمال هم موجود دی.

 اعلامیه کې راغلي:« په دې اساس اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون د ځانګړې شوې بودجې د مصرف په هکله په مرکز او ولایاتو کې له ټولو اړوندو ادارو څخه د روڼتیا جدي غوښتونکی دی او اداراتو ته سپارښتنه کوي چې دوی ته د ځانګړو شوو پیسو شمېر، تدارکاتی اسناد او د مصرف څرنګوالي اړوند ټول اسناد له ولس او رسنیو سره شریک کړي.»

سرچیني زیاته کړې چې د موضوع او وضعیت حساسیت ته په کتو سره، خلک او رسنۍ هم باید په دې برخه کې له ادارو څخه د اطلاعاتو غوښتنه وکړي، ترڅو له کرونا ویروس سره د مبارزې او وقایې لپاره د ځانګړې شوې بودیجې په مصرف کې له روڼتیا څخه ډاډ تر لاسه کړي.

 په اعلامیه کې دا هم راغلي، په هغه صورت کې چې اړوندې ادارې د بودیجې د مصرف په اړه لازم اطلاعات خلکو او غوښتونکو ته وړاندې نه کړي، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمیسیون به د قانون له حکمونو سره سم لازم اقدامات تر سره کړي.

سرچینه زیاتوي:«د خلکو پر تګ راتګ د بندیز لګېدو ته په پام سره، بې له شکه چې اطلاعاتو ته لاسرسی هم کمیږي، له دې کبله ادارې مکلفې دې چې د اطلاعاتو د خپراوي پر بدیلو لارو غوړ وکړي او اطلاعات مخکې له غوښتنې د رسنیو او اړوندو ادارو د ویبپاڼو له لارې خپاره کړي.»

دغه راز په اعلامیه کې راغلي:«له کرونا ویروس سره د مبارزې د عامه پوهاوي کمېټې له خوا د لګښتونو جدول چې وړاندې له رسنیو سره شریک شوی، د دې کمېټې کړنو په اړه وګړو ته د اطلاع رسونې ښه بېلګه ده، خو د شفافیت د لا ښه تأمین لپاره ټولو اړوندو ادارو ته سپارښتنه کیږي، تر څو ټول حمایوي اسناد د اړوندو فعالیتونو د جزئیاتو، قراردادونو او تدارکاتي اسنادو سره مل، په مرکز او ولایاتو کې د خلکو او رسنیو په اختیار کې ورکړي.»

اطلاعاتو ته لاسرسي کمېسیون رئیس عین الدین بهادری هم نن په دغه ناسته کې وویل، کومې پیسې چې له کرونا ناروغۍسره د مبارزې لپاره ځانګړې شوې، باید په رڼه ډول ولګول شي.

د هغه په وینا، که چېرې دغه پیسې په مرکز او ولایتونو کې په رڼه ډول ونه لګول شينو د کرونا ناروغې به په یوه بحران بدله شي.

ده هم له رسنیو هم وغوښتل چې خلکو ته د کرونا ناروغۍ په اړه معلومات ورکړي او د کرونا لپاره د ځانګړو شوو پیسو څارنه هم وکړي.

اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون منشي او ویاند حمدالله ارباب هم وویل، چې ادارې د خلکو د چوپړ لپاره دي او باید خلکو ته د خپلو کړنو په اړه ځواب ورکوونکې وي.

ده زیاته کړه:« بیګا شپه پژواک خبري اژانس په بلخ کې د کرونا ناروغۍ لپاره د خریداری د فساد یو راپور نشر کړی و، هغه کومې پیسې چې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې لپاره والیانو او ولسوالان ته لیږدول کیږي په دې معنی نه ده چې هر ډول وغواړي مصرف یې کړي.»

ده هم لهټولو ادارو وغوښتل چې له کرونا ناروغۍ سره د ځانګړو شویو پیسو په اړه خلکو ځواب ورکړي.

د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، تر اوسه په ټول هېواد کې ۱۰۲۶ کسان په کرونا ناروغي اخته شوي او له دې ډلې ۳۶ تنه مړه او ۱۳۵ کسان بیا بیرته جوړ شوي دي

د کرونا ویروس هر ورځ د خپریدو په حال کې دی، نو ځکه خو اړینه ده چې له دغې ناروغۍ سره جدي مبارزه وشي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول روغتیا