کابل(پژواک ۲۶ چنګاښ۹۹) کورنيو چارو وزارت وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په اتو ولايتو کې د ځينو عملياتو په ترڅ کې ۲۶ کسان د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.
ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان په کابل، بغلان، بدخشان، نیمروز، هلمند، پروان، کندوز او ننګرهار ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو لخوا د عملیاتو پر مهال نیول شوي.
خبرپاڼه زياتوي چې په دغو عملياتو کې په بدخشان ولايت کې د نشه یي توکو د پروسس يوه فابريکه هم له منځه وړل شوې ده.
د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه د چرسو، تریاکو، هیرویینو او د "کا" نشه کوونکو تابلېتونو په ګډون یو اندازه نشه یي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP