منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۱۰ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۵۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کورنیو چارو وزارت: ۲۶ کسان د نشه یي توکو د قاچاق او پلور په تړاو نیول شوي

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۹۵ کتنې

کابل(پژواک ۲۶ چنګاښ۹۹) کورنيو چارو وزارت وايي په تېرو ۴۸ ساعتونو کې د هېواد په اتو ولايتو کې د ځينو عملياتو په ترڅ کې ۲۶ کسان د نشه يي توکو د پلور او قاچاق په تړاو نیولي دي.

ددغه وزارت لخوا په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، دا کسان په کابل، بغلان، بدخشان، نیمروز، هلمند، پروان، کندوز او ننګرهار ولایتونو د ملي پولیسو منسوبینو لخوا د عملیاتو پر مهال نیول شوي.

خبرپاڼه زياتوي چې په دغو عملياتو کې په بدخشان ولايت کې د نشه یي توکو د پروسس يوه فابريکه هم له منځه وړل شوې  ده.

د کورنیو چارو وزارت ویلي، چې له نیول شویو کسانو څخه د چرسو، تریاکو، هیرویینو او د  "کا" نشه کوونکو تابلېتونو په ګډون یو اندازه نشه یي توکي هم د پولیسو لاسته ورغلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول امنیت او جرمونه