کابل (پژواک، ۳۱ چنګاښ ۹۹): ځيني هغه مسافر چې بهر ته د سفر له امله یې په خصوصي روغتونونو کې د کرونا تشخیص ترسره کړی، د ډېرو پیسو پر اخیستلو او په یادو روغتونونو کې د کرونا د مشکوکو کسانو له خوا د روغتیایي سپارښتنو پر نه مراعاتولو نیوکې کوي، وایي چې په دغو روغتونونو کې د کرونا ویروس معانه د «شیدو غوا» ګرځېدلې ه.
«سیټي مېډیکل کمپلکس» او «فرانسویان» دوه شخصي روغتونونه دي چې د عامې روغتیا له وزارته یې د کرونا ویروس د تشخیص جوازونه ترلاسه کړي او هر سړی چې بهر ته سفر کول غواړي، باید په دغو دوو روغتونونو کې د کرونا ویروس د تشخیص سند له ځان سره ولري، پرته له دې د هوایي شرکتونو لپاره د نورو روغتونونو تصدیق د منلو وړ نه دی.
د پژواک خبریال چې په دې اړه د جزئیاتو اخیستو لپاره میډیکل روغتون ته ورغلی، وایي، په هغې دروازه کې چې د کرونا ویروس ناروغان د تشخیص لپاره سیټي روغتون ته دننه کېږي، د نورو برخو ناروغان او پایوازان هم په هماغه دروازه تګ او راتګ کوي او ټول کسان دستکش، ماسک او نور وقایوي تدابیر له ځان سره نه لري.
خو د فرانسویانو له روغتونه د پژواک خبري اژانس د خبریال موندنې ښیي چې هېچا ته بې له ماسکه دغه روغتون ته د دننه کېدو اجازه نه ورکول کېږي، د دې ترڅنګ د کرونا ویروس مشکوکو کسانو ته سربېره پر دې چې عمومي دهلېز ته د داخلېدو اجازه نه ورکول کېږي، له دهلېزه بهر جلا ځای ورته په پام کې نیول شوی دی.
د مراجعینو اندېښنې:
د سیټي ميډیکل کميلکس یوه مراجعه کوونکي محمد یار د دې په څرګندولو سره چې په دغه روغتون کې د کرونا ویروس معاینه پر لوی تجارت بدله شوې، پژواک ته وویل چې هوایي شرکتونه له خپلو اړوندو روغتونونو پرته د نورو رغتونونو پایله یا سند نه مني.
هغه چې د کرونا ویروس نتیجه یې په مزار شریف کې له یوه دولتي روغتون څخه هم اخیستې وه، زیاته کړه: «کله چې هوایي ډګر ته لاړم، د مزارشریف د روغتون نتیجه یې قبوله نه کړه، ویل یې چې باید په سیټي ميډیکل کې ازمایش وکړم.»
نوموړي چې دغه ډول ميکانيزم یې خیانت او د خلکو په حق کې ظلم وباله وویل: «نن سهار مې پرواز درلود، خو زه یې د الوتکې له داخل نه را ښکته کړم او په ۳۵۰ ډالره مې ټکټ اخیستی و، بېرته یې رانه کړ.»
محمدی یار چې ډېر غوسه ښکارېده، اوس د دې ترڅنګ چې ټکټ یې باطل شوی، اړ دی چې د کرونا ویروس تشخیص لپاره دغه روغتون ته ډېرې پیسې ورکړي.
د یاد روغتون یوه بل مراجعه نورګل وویل چې مخکې یې دوو خپلوانو د کرونا ویروس د تشخیص لپاره تر ۸زره افغانیو هم ورکړې دي، خو اوس ده خپله ۴۵۰۰ افغانۍ ورکړې.
په کابل ښار کې ټکسي چلوونکی ذکریا چې موټر یې د سیټي ميدیکل کمپلکس روغتون مخې ته درولی و، پژواک ته وویل: «تر یوې اوونۍ مخکې له هغو کسانو چې دغه روغتون ته د کرونا ویروس د تشخیص لپاره راتلل، له اتو تر لسو زرو افغانیو یې ورڅخه اخیستې.»
د فرانسویانو روغتون مراجعین هم له دې اړخه شکایت لري:
یوه مسافر ذبیح الله چې د کرونا ویرس ټسټ لپاره د فرانسویانو روغتونه ته ورغلی و، پژواک ته وویل: «امریکا ته سفر لرم او د کرونا ویروس د ازمایش لپاره دغه روغتون (فرانسویانو) ته راغلی یم.»
هغه د دې په یادولو چې کرونا ویروس په افغانستان کې د عامې روغتیا، دولتي او خصوصي روغتونونو د مسوولینو لپاره د شیدو غوا ګرځېدلې، پژواک ته وویل، بې له دې چې د خلکو ستونزه درک کړي، په دې هڅه کې دي چې له هرې ممکنې لارې خپل جېبونه له پیسو ډل کړي.
نوموړي د دې په ټینګار چې د کرونا ویروس معاینه پر لوی تجارت بدل شوی، وایي چې د امریکا په ګډون په نورو هېوادونو کې د دغه ټسټ پیسې نه اخلي او دغه خدمتوته وړیا ترسره کوي.
هغه چې د کورنۍ د اتو غړو د کرونا ویروس د تشخیص لپاره یې ۴۰زره افغانۍ ورکړې وې، وایي چې یو شمېر محدود کسان ممکن د دغه پیسو ورکولو توان ولري؛ خو دا چې د افغانستان د ډېری خلکو اقتصادي وضعیت ضعیف دی، د دومره پیسو ورکول د هغوی لپاره ستونزمن کار دی.
د کرونا ویروس د تشخیص د خصوصي روغتونونو ځواب:
د عامې روغتیا په چارو کې د ولسمشر ستر سلاکار ډاکټر رضوان الله احمدزي او د ميدیکل کمپلکس رییس وویل چې د کرونا ویروس د تشخیص جواز یې له عامې روغتیا وزارت څخه ترلاسه کړی او د هغه پر بنسټ فعالیت کوي.
هغه د دې په بیانولو چې شاوخوا څلور میاشتې وړاندې یې د کرونا ویروس د تشخیص لپاره د لومړي روغتونه په ډول په فعالیت پیل کړی، وایي چې په هېواد کې یې د کرونا ویروس له خپراوي تر اوسه تر پنځه زره د ډېرو کسانو تشخیص کړی او په لومړیو کې نږدې ۵۰ سلنه ازمایشونه مثبت وو خو اوس چې ډېری مراجعین مسافر دي، شاوخوا څلور سلنه هغه یې مثبت وي.
نوموړي د دې په ځواب کې چې ولې پر کرونا ویروس د مشکوکو کسانو لپاره د دې ترڅنګ چې روغتون ته د دننه کېدو جلا لار په پام کې نه ده نیول شوې، بلکې له ماسک او دستکش څخه استفاده هم جبري نه ده، وویل: «پر دې سربېره چې جلا لار شته، ماسک هم وړیا وېشو، خو ناروغانو له هغو څخه ګټه نه ده اخیستې او پالیسي نه تطبیقوي.»
احمدزي ژمنه وکړه چې له دې وروسته به پر ټولو باندې پالیسي تطبیقوي او بې له ماسک او دستکش څخه هېچا ته روغتونه ته د دننه کېدو اجازه نه ورکوي.
د سیتي ميډیکل کمپلکس روغتون رییس په داسې حال کې چې د کرونا ویروس د تشخیص بیه یې پژواک خبري اژانس ته ۴۵۰۰ افغانۍ وښوده خو مخکې یې رسنیو ته ویلي وو چې د هرې معاینې بیه ۷۶۰۰ افغانۍ یا ۱۰۰ امریکایي ډالره کېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د ۱۳۹۹/۰۴/۱۱ نېټې د ۵۰۱۴۷۰ ګڼې مکتوب له مخې چې خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست له خوا صادر شوی؛ راغلي: ((د سیټي میډیکل کمپلکس معالجوي روغتون د پلاوي له څېړنې وروسته ۹۸ نومرې وړې دي، بناً ښيي چې د سیټي میډیکل معالجوي روغتون د لابراتوار برخه حداقل معیاري وه، نو په همدې تړاو د معایناتو د پیل لپاره کولای شي د (PCR) معاینات ترسره کړي.))
د عامې روغتیا وزارت د مکتوب په پای کې داسې حکم صادر شوی، پشنهادي متن منظور دی، د خصوصي سکټور د تنظیم او همغږۍ ریاست د یاد لابراتوار لپاره د کوویډ ـ ۱۹ ناروغانو د تشخیص لپاره د (PCR)معایناتو ترسره کولو اجازه ورکړه څو د هېوادوالو لپاره روغتیایي خدمتونه وړاندې کړي.
د پژواک خبریال په دې اړه د فرانسویانو په روغتون کې هم له څو مراجعینو سره خبرې کړې دي؛ خو د دغه روغتون د اداري برخې د رخصتۍ له امله، هېڅ مسوول حاضر نه شو چې د مراجعیونو شکایتونو ته ځواب ووایي.
نن بیا هم په مکرر ډول د روغتون له رییس سره اړیکه ونیول شوه خو اړیکه ورسره ټینګه نه شوه، وروسته په دغه روغتون کې د یوې برخې له مسوول علي سفري سره اړیکه ونیول شوه، هغه وویل، د روغتون رییس او مرستیال ممکن خبرې ونه کړي؛ خو د روغتون د بازارموندنې برخې مسوول عبدالصمد ابراهیمي ته سپارښتنه شوې څو په دې تړاو خبرې وکړي.
وروسته د روغتون د بازارموندنې برخې له مسوول عبدالصمد ابراهیمي او نورو همکارانو سره یې تر لس ځلې ډېر اړیکه ونیول شوه، خو هغوی هم ځواب ورنه کړ.
د کرونا ویروس د تشخیص د لازمو توکو او بیو په اړه د ډاکترانو نظرونه:
د انستيزۍ برخې ډاکتر عبدالغفار نورزاد چې د درملو پلورلو شرکت هم لري، پژواک ته وویل چې د کرونا ویروس د معلومولو لپاره استرېپ او کېټ ته اړتیا ده چې دغه دوه په بازار کې له ۳۵۰ تر ۷۰۰ افغانۍ پلورل کېږي.
هغه د کرونا ویروس معلومولو د شخصي رغتونونو څښتنان ډېر بې احساسه وبلل او ویې ویل، په داسې حال کې چې بېوزلۍ د ټولو لمن نیولې، د روغتونونو مالکان تجارت پرې کوي.
د کرونا ویروس معلومولو څرنګوالی:
د کرونا ویروس ټيسټ د عادي انفلونزا سره ډېر توپیر نه لري.
د کرونا ویروس معلومولو لپاره د حلق او پزې ځینې ترشحات راټولوي ازمایشګاه ته یې استوي څو وویني په هغه کې د ویروس ژنیتیکي مواد پیدا کېږي او کنه.
وروسته نمونې په کیس کې اچوي او سر یې تړي او وروسته یې د اموزینې ماشین ته استوي او هلته په یوه تخنیک د کواښ په نوم د هغه د پلیمراز زنجیره تکثیر او څېړي او لیدل کېږي چې مطلوب کس په کرونا اخته دی کنه.
هوایي شرکتونه:
د امارات هوایي شرکت د پلور برخې سوپر وایزر زلمي مبشر پژواک ته وویل چې له هېڅ روغتون سره یې تړون نه دی کړی او عامې روغتیا وزارت هغوی ته خصوصي روغتونونه ورمعرفي کړي دي.
هغه د ځینو روغتونونو د ازمایش نه منل د تشخیص په سند (استعلام) کې ستونزه وبلله او وایي چې یو شمېر روغتونونه مسافرینونه ته د کرونا د تشخیص سند په قلمي بڼه ورکوي چې هغه د منلو وړ نه دی.
نوموړي دې ته په اشاره چې له هېڅ راجسټر شوی روغتون سره ستورنزه نه لري زیاته کړه:«ټول روغتونونه چې راجستر وي او مراجعینو ته یې سرتفکېټ ورکړي، موږ ته د منلو دي خو د یوشمېر روغتونونو قلمي استعلامونه د منلو وړ نه دي.»
پژواک خبري اژانس له ترکش ایرلاین هوایي شرکت سره دوې ورځې پرله پسې له ۱۵ ځله ډېر په اړیکه کې شو خو یاد شرکت ځواب ورنه کړ.
د ملکي هوایي چلند اداره
له درېیو میاشتو وروسته افغانستان ته نړیوال پروازونه ، د روان کال د چنګاښ په څلورمه له سره پيل شول.
د ملکي هوایي چلند ادارې ویاند محمد نعیم صالحي پژواک ته وویل چې د روانې میاشتې له شلمې نېټې وروسته، د کابل-دبۍ (متحد عربي اماراتو) ترکیې او یا هم ترانزیت پروازو کې د کرونا ویروس یا (PCR) د ازموینې پایله حتمي شوه.
هغه پژواک ته وویل چې مسافرین د ټکټ له اخیستلو وروسته باید د PCR هغو لابراتوارونه ته چې د عامې روغتیا څخه یې اجازه ترلاسه کړې وي، ورشي او د سفر پر مهال د ویروس خپله پایله له ځان سره ولري.
نوموړي د دې په بیان چې اوس مهال د ترکش ایرلاین او امارت شرکتونو له خوا پروازونه ادامه لري، وویل:«د کرونا ویروس د تشخیص په تړاو له خصوصي روغتونونو سره د هوایي شرکتونو تړون د عامې روغتیار وزارت سره په همغږۍ ترسره شوی دی او د همغه وزارت اړوند کېږي.»
د عامې روغتیا نظر:
عامې روغتیا وزارت وایي چې له دوو خصوصي روغتونونو (سیټي میډیکل کمپلکس او فرانسویانو روغتون) سره چې د کرونا ویروس د تشخیص معیارونه یې پوره کړي وو، د (PCR) ازمایش اجازه ورکړل شوې ده.
د عامې روغتیا ویاند اکمل سمسور پژواک خبري اژانس ته وویل چې یوشمېر نورو روغتونونو هم د (PCR) برخې د فعالولو غوښتنه کړې چې د عامې روغتیا او نړیوال روغتیایي سازمان د ګډ پلاوي له څېړنې او معیارونو له پوره کولو وروسته به هغوی ته هم اجازه ورکړل شي.
هغه د خصوصي روغتونونو له خوا د کرونا ویروس د معلومولو لپاره د ډېرو پیسو اخیستلو ته په اشارې وویل چې مخکې به هر روغتون په خپله خوښه بیه ټاکله خو اوس بیه مشخص شوې ده.
هغه زیاته کړه:«مخکې هر روغتون په خپل زړه بیه ټاکلې وه او اوس په شخصي روغتونونو کې د کرونا ویروس د معلومولو بیه ۴۵۰۰ افغانۍ ټاکل شوې ده.»
نوموړی وایي چې د عامې روغتیا څارونکی ټېم هره ورځ د خصوصي روغتونونو له فعالیته څارنه کوي، له دې سربېره هم که مراجعین د دوی خلاف کار ویني کولای شي د عامې روغتیا وزارت د شکایتونو په برخه کې خپل شکایت ثبت کړي.
د عامې روغتیا وزارت ویاند له هغو خصوصي مرکزونو چې د کرونا ویروس د تشخیص اجازه نه لري وغوښتل چې د ټاکل شوې لایحې سره سم دې له ناروغانو فیس نه اخلي او زیاتی ونه کړي، له دې پرته به وروسره قانوني چلند وشي.
د یادونې ده چې تراوسه په افغانستان ٣٥٢٨٩ کسان په کرونا ویروس ککړ شوي چې ٢٣٢٨٠ هغه یې بېرته رغېدلي خو ١١٦٤ هغه یې مړه شوي دي.