ژبه

کابل کې د سرو زرو او وریجو بیې لوېدلې او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): نن د تېرې اوونۍ په نسبت په کابل ښار کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د لوړوالي سربېره، د وریجو او سرو زرو بیې راټیټې شوې، خو د بورې بیه بیا څه لوړه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت سرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۶،۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۵۵ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۸مه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۷ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۶۳ افغانۍ بدلېدې.

د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۲۴ کلیوګرامه لومړۍ سېله وریجو بیه له ۲۱۵۰ افغانیو ۲۱۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وایي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ټیټوالي له امله د وریجو بیه هم لوېدلې ده.

خو نوموړي یادونه وکړه چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۵۰ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۲۲۷۰ افغانیو څخه ۲۳۱۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، د پاکستان په بازارونو کې د بورې بیې د لوړوالي پر دوام په کابل ښار کې هم د هغې بیه لوړه شوې ده.

د نورو لومړۍ درجه خوراکي توکو بیو بدلون نه دی موندلی.

صافی وایي چې نن لکه تېره شنبې په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۵۱۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام افریقایی تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون پلور د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپير لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۲۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره ۲۳۸۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۵۴۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۴۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په دې اوونې کې د سرو زرو بیه هم راټیټه شوې ده.

login or register a new account.