منځپانګې ته تلل
شنبه ۱۴ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۴۴ غ.م
۱۱° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۳° ↓۱°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

کابل کې د سرو زرو او وریجو بیې لوېدلې او د ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت لوړ شوی

· ۳ دقیقې لوستل · ۱۲۰ کتنې

کابل (پژواک، ۱۵ وږی ۹۹): نن د تېرې اوونۍ په نسبت په کابل ښار کې د ډالر پر وړاندې د افغانۍ د لوړوالي سربېره، د وریجو او سرو زرو بیې راټیټې شوې، خو د بورې بیه بیا څه لوړه شوې ده.

د کابل ښار په شهزاده سرای کې د صداقت سرافۍ مالک حاجي حسین پژواک خبري اژانس ته وویل چې نن د تېرې شنبې په پرتله د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۶،۴۰ افغانۍ ده او زر پاکستانۍ کلدارې په ۴۵۵ افغانۍ بدلېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د وږي په ۸مه د یوه امریکایي ډالر د پېر بیه ۷۷ افغانۍ وه او زر پاکستانۍ کلدارې په ۵۶۳ افغانۍ بدلېدې.

د خوراکي توکو د سوداګرو ټولنې رییس زمري صافي پژواک ته وویل چې نن د تېرې شنبې په نسبت په عمده ډول د ۲۴ کلیوګرامه لومړۍ سېله وریجو بیه له ۲۱۵۰ افغانیو ۲۱۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

هغه وایي چې د افغانیو پر وړاندې د ډالر د ټیټوالي له امله د وریجو بیه هم لوېدلې ده.

خو نوموړي یادونه وکړه چې نن د تېرو اوو ورځو په پرتله په عمده ډول د ۵۰ کیلوګرامه پاکستانۍ بورې بیه له ۲۲۷۰ افغانیو څخه ۲۳۱۰ افغانیو ته لوړه شوې ده.

د هغه په خبره، د پاکستان په بازارونو کې د بورې بیې د لوړوالي پر دوام په کابل ښار کې هم د هغې بیه لوړه شوې ده.

د نورو لومړۍ درجه خوراکي توکو بیو بدلون نه دی موندلی.

صافی وایي چې نن لکه تېره شنبې په څېر په عمده ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو د پلور بیه ۱۷۰۰ افغانۍ، د ۱۶ لېتره خورشید غوړیو بیه ۱۵۱۰ افغانۍ، یو کیلوګرام اندونیزیایي شین چای په ۳۰۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام افریقایی تور چای په ۳۵۰ افغانۍ پلورل کېږي.

د ځینو توکو پرچون پلور د هغو له عمده بیو سره په ځینو مواردو کې لږ، خو په ځینو کې بیا ډېر توپير لري.

د کابل ښار په منډوي بازار کې یوه پرچون پلورونکي محمد امېد حسین وویل چې نن په پرچون ډول د ۴۹ کیلوګرامه قزاقي اوړو بیه ۱۷۲۰ افغانۍ، ۴۹ کیلوګرامه پاکستانۍ بوره ۲۳۸۰ افغانۍ، ۲۴ کیلوګرامه لومړۍ درجه سېله پاکستانۍ وریجې په ۲۴۰۰ افغانۍ، ۱۶ لېټره خورشید غوړي په ۱۵۴۰ افغانۍ، یو کیلو ګرام شین اندونیزیایي چای په ۳۴۰ افغانۍ او یو کیلو ګرام افریقایي تور چای په ۳۶۰ افغانۍ پلورل کېږي.

په دې اوونې کې د سرو زرو بیه هم راټیټه شوې ده.

د کابل ښار د مریم لېسې په بازار کې د سرو زرو پلورونکی محمد جاوېد وایي چې نن د تېرې شنبې په نسبت، د یو ګرام ۷۵۰ عیار عربي سرو زرو بیه له ۳۸۰۰ افغانیو ۳۷۰۰ افغانیو او د یو ګرام ۵۸۵ عیار روسي سرو زرو بیه له ۳۳۰۰ افغانیو ۳۲۰۰ افغانیو ته راټیټه شوې ده.

د کابل په  بازارونو کې د سرو زرو د بیو ټیټوالی په نړیوالو بازارونو کې د هغو د بیو له ټیټېدو سره تړاو لري.

خو د سون توکو بیې پر ځای پاتې دي.

د وزیر اباد د تېلو ټانګ د کارکوونکي احمد جاوېد د معلوماتو له مخې، نن لکه د تېرې شنبې په څېر د یو لېټر پټرولو بیه ۳۵ افغانۍ او یو لېتر ډېزل په ۳۷ افغانۍ پلورل کېږي.

د کابل ښار په کلوله پشته سیمه کې یو ګاز پلورونکی محمد شریف وایي چې نن هم لکه اووه ورځې وړاندې، یوه کیلو مایع ګاز په ۶۰ افغانۍ پلوري.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول سوداګري او اقتصاد