کابل (پژواک، ۳ لړم ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې د هند نیمه لویې وچې لپاره د القاعدې دویم مهم سړی یې په غزني ولایت کې وژلی دی.
د ملي امنیت ریاست لخوا دلړم په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو یې د غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.
سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې د هند نیمه لویې وچې لپاره دالقاعدې ډلې مرستیال او د مهو بریدونو او عملیاتو طراح ابو محسن المصري یې وژلی دي.
د ملي امنیت لوی ریاست په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.
نوموړی د امریکا لپاره په سترو مطلوبنو کسانو کې و.
د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي چې په غزني کې د القاعدې د مهم غړي وژلو سره ثابتیږي چې القاعده او طالبان اوس هم نږدې اړیکې لري.
هغه پخپل ټویټر کې لیکلي چې دوی اوس هم په ګډه د افغانانو او افغان حکومت پر ضد ګډ ترهګریز فعالیتونه کوي او د اړیکو نه لرلو په تړاو طالبان درواغ وایي.
وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.
د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په غزني ولایت کې د القاعدې یو شمیر مهم غړي وژل شوي او نیول شوی دي.
login or register a new account.
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن