ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هند وچې لپاره د القاعدې مرستیال غزني ولایت کې ووژل شو

د هند وچې لپاره د القاعدې مرستیال غزني ولایت کې ووژل شو

author avatar
24 Oct 2020 - 21:40
د هند وچې لپاره د القاعدې مرستیال غزني ولایت کې ووژل شو
author avatar
24 Oct 2020 - 21:40

کابل (پژواک، ۳ لړم ۹۹) : د افغانستان د ملي امنیت لوی ریاست وایي چې د هند نیمه لویې وچې لپاره د القاعدې دویم مهم سړی یې په غزني ولایت کې وژلی دی.

د ملي امنیت ریاست لخوا دلړم په ۳مه، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ځانګړو ځواکونو یې د  غزني ولایت په اندړو ولسوالۍ کې عملیات ترسره کړي دي.

سرچینې زیاته کړې چې په دې عملیاتو کې د هند نیمه لویې وچې لپاره دالقاعدې ډلې مرستیال او د مهو بریدونو او عملیاتو طراح ابو محسن المصري یې وژلی دي.

د ملي امنیت لوی ریاست په دې اړه نور معلومات نه دي ورکړي.

نوموړی د امریکا لپاره په سترو مطلوبنو کسانو کې و.

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي ویلي چې په غزني کې د القاعدې د مهم غړي وژلو سره ثابتیږي چې القاعده او طالبان اوس هم نږدې اړیکې لري.

هغه پخپل ټویټر کې لیکلي چې دوی اوس هم په ګډه د افغانانو او افغان حکومت پر ضد ګډ ترهګریز فعالیتونه کوي او د اړیکو نه لرلو په تړاو طالبان درواغ وایي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلی.

د یادونې وړ ده چې تر دې مخکې هم په غزني ولایت کې د القاعدې یو شمیر مهم غړي وژل شوي او نیول شوی دي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.