ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ولايت هنرمندان او فلم جوړوونکي د ژوند خونديتوب غواړي

د بلخ ولايت هنرمندان او فلم جوړوونکي د ژوند خونديتوب غواړي

author avatar
15 Nov 2020 - 16:35
د بلخ ولايت هنرمندان او فلم جوړوونکي د ژوند خونديتوب غواړي
author avatar
15 Nov 2020 - 16:35

مزارشريف (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان او فلم جوړوونکي له حکومته د ځاني مصئونيت غوښتنه کوي.

یاد هنرمندان چې د لړم په ۲۴مه په مزارشريف کې د هنرمند قدوس فرهمند د دويم تلين په مناسبت راټول شوي وو، همدا راز يې په مزار ښار کې د سينما سالون جوړېدو هيله درلوده.

په مزارشريف کې د فرهمند هنري بنسټ مسوول رسول فرهمند پژواک ته وويل چې د فلم جوړوونکي قدوس فرهمند له وژل کېدو څخه دوه کلونه تېر شول؛ خو لا هم حکومت تر دې مهاله د هغه قاتلين نه دي نيولي.

هغه زياته کړه چې بلخي هنرمندان غوښتنه کوي، څو ځاني او مالي مصئونيت ولري.

د فرهمند په خبره، په بلخ کې د ناامنيو په زياتېدو سره هنري چارې او د فلم جوړولو صنعت له ګڼو خنډونو سره مخ شوی دی.

ده وويل، که حکومت، په ځانګړي ډول اطلاعاتو او کلتور وزارت په بلخ کې د هنرمندانو وضعيت ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو ستونزې به نورې هم زياتې شي.

فلم جوړوونکی او د تياتر لوبغاړی جمشېد جهانفر رسنيو ته وويل چې په وروستيو څو مياشتو کې په بلخ کې د فلم جوړولو صنعت تر بل هر وخت ډېر ځپل شوی دی.

هغه وويل چې له يو لوري هغه سيمې نا امنه شوې چې پخوا به فلم جوړوونکو په کې فلم ډکاوه او د شوټينګ لپاره به ورتلل او بل لور ته په مزار کې د سينما داسې سالون نشته چې جوړ شوي فلمونه په کې نندارې ته وړاندې شي.

جهانفر زياته کړه: ((موږ به ډېر فلمونه په دښتو، باغونو او ازاد طبيعت کې ډکول؛ خو اوس له ښاره بېرون وتل له مرګ سره مخامخېدل دي، همدا ده چې هنرمندان دل سرده شوي او د فلم صنعت زيان ليدلی دی.))

د هغه په خبره، که امنيتي وضعيت ښه شي او اطلاعات او فرهنګ وزارت له دوی سره د امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړي؛ نو کولای شي چې معتبر او بهترين فلمونه توليد کړي.

بلخي هنرمندانو په دې ياد غونډه کې په مزارشريف کې د سينما سالون نه شتون بله جدي ستونزه ياده کړه چې ورسره لاس او ګرېوان دي.

فلم جوړوونکي عبدالصبور رسولي پژواک ته وويل چې هنرمندان د شته اقتصادي ستونزو با وجود فلم توليدوي خو د نندارې لپاره يې ځای نه لري.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.