مزارشريف (پژواک، ۲۴ لړم ۹۹): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر هنرمندان او فلم جوړوونکي له حکومته د ځاني مصئونيت غوښتنه کوي.
یاد هنرمندان چې د لړم په ۲۴مه په مزارشريف کې د هنرمند قدوس فرهمند د دويم تلين په مناسبت راټول شوي وو، همدا راز يې په مزار ښار کې د سينما سالون جوړېدو هيله درلوده.
په مزارشريف کې د فرهمند هنري بنسټ مسوول رسول فرهمند پژواک ته وويل چې د فلم جوړوونکي قدوس فرهمند له وژل کېدو څخه دوه کلونه تېر شول؛ خو لا هم حکومت تر دې مهاله د هغه قاتلين نه دي نيولي.
هغه زياته کړه چې بلخي هنرمندان غوښتنه کوي، څو ځاني او مالي مصئونيت ولري.
د فرهمند په خبره، په بلخ کې د ناامنيو په زياتېدو سره هنري چارې او د فلم جوړولو صنعت له ګڼو خنډونو سره مخ شوی دی.
ده وويل، که حکومت، په ځانګړي ډول اطلاعاتو او کلتور وزارت په بلخ کې د هنرمندانو وضعيت ته جدي پاملرنه ونه کړي؛ نو ستونزې به نورې هم زياتې شي.
فلم جوړوونکی او د تياتر لوبغاړی جمشېد جهانفر رسنيو ته وويل چې په وروستيو څو مياشتو کې په بلخ کې د فلم جوړولو صنعت تر بل هر وخت ډېر ځپل شوی دی.
هغه وويل چې له يو لوري هغه سيمې نا امنه شوې چې پخوا به فلم جوړوونکو په کې فلم ډکاوه او د شوټينګ لپاره به ورتلل او بل لور ته په مزار کې د سينما داسې سالون نشته چې جوړ شوي فلمونه په کې نندارې ته وړاندې شي.
جهانفر زياته کړه: ((موږ به ډېر فلمونه په دښتو، باغونو او ازاد طبيعت کې ډکول؛ خو اوس له ښاره بېرون وتل له مرګ سره مخامخېدل دي، همدا ده چې هنرمندان دل سرده شوي او د فلم صنعت زيان ليدلی دی.))
د هغه په خبره، که امنيتي وضعيت ښه شي او اطلاعات او فرهنګ وزارت له دوی سره د امکاناتو په برابرولو کې مرسته وکړي؛ نو کولای شي چې معتبر او بهترين فلمونه توليد کړي.
بلخي هنرمندانو په دې ياد غونډه کې په مزارشريف کې د سينما سالون نه شتون بله جدي ستونزه ياده کړه چې ورسره لاس او ګرېوان دي.
فلم جوړوونکي عبدالصبور رسولي پژواک ته وويل چې هنرمندان د شته اقتصادي ستونزو با وجود فلم توليدوي خو د نندارې لپاره يې ځای نه لري.
هغه زياته کړه چې بار بار يې دغه مشکل له مسوولينو سره مطرح کړی خو هغوی يواځې ژمنه ورسره کړې ده.
رسولی وويل: ((له نا امنيو او اقتصادي مشکلاتو سره سره، بيا هم زموږ هنرمندان فلم توليدوي، خو په مزار کې د سينما د سالون نشتوالي له امله نه شي کولای چې هغو ليدونکو ته ور وښايي او په دې ډول لږ تر لږه خپل مصارف بېرته پيدا کړي.))
نوموړي د اطلاعاتو او فرهنګ له وزارته يو ځل بيا غوښتنه وکړه چې بلخ کې د هنر او فلم د پرمختګ لپاره د سينما يو سالون جوړ کړي.
په ورته مهال د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رييس مطيع الرحمن کريمي هم بلخ کې د هنري چارو او فلم صنعت پر وړاندې د ګڼو ستونزو موجوديت تاييدوي.
نوموړي پژواک ته وويل چې بلخي هنرمندان تر ټولو ډېر ځاني او مالي خونديتوب ته اړتيا لري.
کريمي زياته کړه چې د سيمنا نشتون جدي ستونزه ده او بايد ډېر پخوا دغه مشکل ته رسيدنه شوې وای.
هغه ژمنه وکړه چې د بلخ د اطلاعاتو او کلتور رياست هڅه کوي څو په مزار کې د سينما سالون تر څنګ د هنرمندانو او فلم جوړوونکو لپاره يو لړ نور سهولتونه هم ايجاد کړي.
فلم جوړوونکی او د تياتر تکړه لوبغاړی قدوس فرهمند دوه کاله وړاندې د لړم په ۲۴مه، د بلخ ولايت په خلم ولسوالۍ کې په يوه وسله وال بريد کې ووژل شو چې د کورنۍ په خبره يې لا يې هم د مرګ انګېزه نه ده معلومه شوې.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










