هرات (پژواک) – د هرات امنیه قومانداني وايي چې پر وسلهوالو غلاوو او نورو جنایي جرمونو د تورنې یوې سازمان شوې ډلې ۱۴ غړي یې نیولي دي.
د امنیې قوماندانۍ خبرپاڼه کې راغلي چې دغه کسان تېره شپه د هرات ښار پنځمې امنیتي حوزې ځواکونو د هڅو په پایله کې د ښار په بېلابېلو سیمو کې نیول شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې، نیول شوو کسانو د یوې منظمې ډلې په چوکاټ کې فعالیت کاوه او په وسلهوالو غلاوو، چور او تالان، د عامه نظم او امنیت په ګډوډولو او د غلا شوو توکو پر پېر او پلور تورن دي.
د هرات د امنیې قوماندانۍ ویاند ډاکټر سید مسعود حسیني ویلي چې دغه کسان د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې او د ښاریانو د امنیت ټینګښت په موخه نیول شوي دي.
دغهراز، د هرات امنیې قوماندانۍ د امنیت امر مل پاسوال قاري نجیبالله علي ویلي چې په دغو جرمونو کې د نورو ښکېلو کسانو د پېژندلو او نیولو لپاره د امنیتي ځواکونو هڅې روانې دي.










