منځپانګې ته تلل
سه‌شنبه ۳ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۴۱ غ.و
۱۶° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۷° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

لوګر کې غلو د یوه کور د لوټلو پر مهال د کور څښتن وژلی

· ۱ دقیقه لوستل

پل‌علم (پژواک، ۱۲ لړم ۱۴۰۵): د لوګر امنیه قومانداني وایي، د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې غلو د یوه کور څښتن وژلی او له کوره یې نغدې پیسې او سره زر غلا کړي دي؛ د پېښې په تړاو دوه کسان نیول شوي دي.

د لوګر ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس پژواک ته وویل چې دغه پېښه تېره شپه د محمدغې ولسوالۍ د زرغون ښار په سیمه کې شوې ده.

سرچینه زیاتوي چې غلو ‎د لوټلو پر مهال د کور څښتن، استاد محمد عارف، وژلی او له کور څخه یې ۱۴۲ زره افغانۍ، ۳۵۰ یورو، ۹۰۰ امریکایي ډالر او یوه اندازه سره زر غلا کړي دي.

د لوګر امنیه قوماندانۍ ویاند وایي، د پېښې په تړاو دوه شکمن کسان نیول شوي او د نورو احتمالي ښکېلو کسانو د پېژندلو او نیولو په موخه څېړنې روانې دي.