منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۴۷ غ.و
۱۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی

پکتیا کې د پاکستاني ځواکونو د یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې پنځو ماشومانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

· ۱ دقیقه لوستل · ۱۰ کتنې · تازه شوی

ګردېز (پژواک) – د پکتیا امنیه قومانداني وایي چې د دغه ولایت په ډنډپټان ولسوالۍ کې د پاکستان له لوري د راتوغول شوې یوې ناچاودې مرمۍ چاودنې د یوه ماشوم ژوند اخیستی او څلور نور یې ټپیان کړي دي.

د پکتیا د امنیې قوماندانۍ ویاند منیب ځدراڼ ویلي چې دغه پېښه پرون (جمعه) د ډیورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د ډنډپټان ولسوالۍ د شپولې خولې سیمه کې شوې ده.

هغه زیاته کړې، دغه مرمۍ چې پر ماشومانو یې چاودنه کړې، د پاکستاني ځواکونو له لوري راتوغول شوې وه او ناچاودنه پاتې وه.

هغه زیاته کړې چې په دې پېښه کې یوه ماشوم خپل ژوند له لاسه ورکړی او د یوې کوچنۍ نجلۍ په ګډون څلور نور ماشومان ټپیان شوي دي.