Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د ننګرهار پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو د معاشونو کموالي له امله کاربنديز کړی

جلال اباد (پژواک ۸ لېندۍ ۹۹): د ننګرهار پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو د معاشاتو د نه ډېرېدو غبرګون کې کاربنديز اعلان کړی دی.

دوی وايي، ماليې وزارت او اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسيون په ۱۳۹۷ کال کې د ملکي کارمندانو د معاشونو لوړولو طرحه جوړه کړې، خو دوی ته تر اوسه نه ده عملي شوې او لا هم يو شمېر کارمندان په دوه نيم زره افغانۍ کار کوي.

اعتراض کوونکو ګواښ وکړ، تر هغه به خپل کاربنديز ته دوام ورکړي څو ستونزه نه وي حل شوې.

دوی د لېندۍ په ۸مه د ننګرهار پوهنتون په انګړ کې راټول شوي وو او لوړو زده کړو او ماليې وزارتونه او اداري اصلاحاتو کمېسيون يې دوی ته د حقونو پر نه ورکړه تورن کړل.

د ننګرهار پوهنتون د اداري او خدماتي کارکوونکو اتحاديې مشر سراج الدين حضرتي وويل، حکومت ډېری اداري او خدماتي کارمندانو ته کارونه او مسووليتو نه زيات کړي خو امتيازات يې د ډېرو نورو کارمندانو په پرتله بېخي لږ ټاکلی چې د ژوند تېرول پرې سخت دي.

هغه زياته کړه، د مامورينو د معاشونو ترمنځ دا توپير د مور او مېرې چلند دی او دوی يې نور پر وړاندې غلي نه پاتې کېږي ځکه خو يې کاربنديز وکړ.

د ننګرهار پوهنتون د عامه اړيکو مسوول او يو تن اعتراض کوونکي فضل علي ناګار وويل، خپله دا ستونزه يې څو وارې له اړوند رياست او وزارتونو سره شريکه کړې خو هېڅ اقدام يې په اړه نه دی شوی نو ځکه يې دا ځل د حل په موخه کاربنديز وکړ.

هغه د ننګرهار پوهنتون له ادارې، ولایت مقام،  د ولايتي شورا او ولسي جرګې له غړو وغوښتل چې د دوی د ستونزې د حل په موخه دې له وزارتونو سره د دوی ستونزې شريکې کړي.

د ننګرهار پوهنتون اړوند د پوهنتون روغتون يوه خدمتګاره ګل مينه وايي، څو کاله وړاندې يې په دې خاطر په دوه نيم زره افغانیو په بدل معاش کې کار پيل کړ چې رسمي کار دی او ورته ويل شوي وو چې معاش يې لوړېږي خو وايي، دا څو کلونو کې يې معاش هم زيات نه شو او بله کومه همکاري هم ورسره نه کېږي.

د پوهنتون اداري او خدماتي کارمندانو پرېکړه وکړه تر هغه وخته چې يې ستونزه نه وي حل شوې، دوی به خپل کاربنديز ته دوام ورکوي او د پوهنتون هېڅ کار به نه ترسره کوي.

بل لور ته د ننګرهار پوهنتون رييس پوهاند خليل احمد بهسودال هم د اداري او خدماتي کارمندانو د معاشاتو د کمښت ستونزه مني او وايي، د دوی غږ يې له وزارت سره شريک کړی دی.

هغه زياته کړه که څه هم اداري او خدماتي کارمندانو کاربنديز کړی خو ژمنه يې کړې چې د محصلينو د بېړنيو کارونو پر مهال به همکاري کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.