غزني پوهنتون کې یوه پروژه بشپړه او بله پیل شوه
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پوهنتون کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې بشپړې او د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلې پروژې چارې پیل شوې.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په پوهنتون کې د ۱۷ میلیون افغانیو په لګښت د یوې رغنیزې پروژې چارې بشپړې او د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د بلې پروژې چارې پیل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د هغه د پراختیا په موخه په نوي کابل ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ورکول کېږي.
د لوړو زدهکړو وزارت وايي، بلخ پوهنتون کې د ۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.
د اروزګان پوهنتون یو شمېر محصلین په دغه پوهنتون کې د دولتي لیلیې له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او نه شي کولای په شخصي لګښت خپلو زدهکړو ته دوام ورکړي.
د اسلامي امارت مشر د کندهار ولایت په پوهنتون کې یوې غونډې ته ویلي، افغانستان د ټولو ګډ کوردی، هر یو په دې نظام کې ځای لري، مدرسه او پوهنتون سره نور یو دي او د دواړو علمي ادارو ساتنه پر ا.ا پر لازمه ده.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.
د اروزګان پوهنتون کې د څه باندې ۴۷ میلیون افغانیو په لګښت د پنځو بېلابېلو پروژو چارې بشپړې او دغه راز د دغه پوهنتون د احاطې دېوال جوړولو چارې پیل شوې.
د غزني پوهنتون مسوولین وایي، دغه ولایت ته د لوړو زدهکړو وزارت سرپرست د خپل وروستي سفر پر مهال غزني پوهنتون لپاره د ۳۰ میلیون افغانیو په ارزښت څلور پروژې منظورې کړې چې ډېر ژر به یې چارې پیل شي.
د راپورونو له مخې، د امریکا د الاباما ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له امله یو تن وژل شوی او ۱۶ نور ټپيان شوي.
د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي چې د لغمان پوهنتون کې د شاوخوا ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د څلورو بېلابېلو رغنیزو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندهار پوهنتون یو شمېر محصلین وايي، د پخوا په پرتله یې ډېرې ستونزې حل شوې خو لیلیه او لوبغالی لا هم نه لري.
د ننګرهار پوهنتون د وترنرۍ علومو پوهنځي محصلينو لخ خوا د ترسره شوو ۹۷ څېړنو د پايلو نندارتون جوړ شو.
چارواکي وایي چې د هلمند پوهنتون کې د ۶۰ میلیون افغانیو په لګښت د لسو رغنیزو پروژو چارې پیل شوې .
د لوړو زدهکړو وزارت له لوري د ننګرهار پوهنتون په کوربهتوب د اقليم بدلون نړۍوال کنفرانس جوړېږي چې د بېلابېلو هېوادونو پوهان او متخصصين به په کې برخه واخلي.
چارواکو د کابل پوهنتون د محصلینو په فراغتغونډه کې پر ملي یوالي د ټینګار تر څنګ، دیني او عصري علوم سره تړلي وبلل، ویې ویل چې د اړتیاوو پوره کول وخت غواړي او ستونزې د یو بل په منلو حل کیږي.
د کونړ پوهنتون کې د ۲۷ میلیون افغانيو په لګښت د بیارغونې یو شمېر پروژې پيل او بشپړې شوې.
د لوړو زدهکړو وزارت له لورې د ۱۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د کندهار پوهنتون د تدریسي روغتون او لیلیې ودانیو نیمهبشپړه پروژو چارې پیل شوې.
د بلخ پوهنتون له ۱۶ پوهنځیو ۱۵۰۰ محصلین فارغ شول او دغه نوي فارغین له حکومته غواړي چې کاري فرصتونه ورته برابر کړي.
د بلخ پوهنتون رييس وايي، محصلین اړ دي چې د اسلامي ثقافت او نورو درسي مضامينو ترڅنګ اصلاحي او عقیدتي درسونه هم زده کړي.
د ننګرهار پوهنتون کمپيوټرساينس پوهنځي يوه محصل داسې څیرکې عينکې او لکڼه جوړ کړي چې له نابينايانو سره په ګرځېدو او د ژوند نورو چارو پر مخ بيولو کې مرسته کوي.
د کندهار پوهنتون یو شمېر هغه محصلین چې د هېواد له نورو ولایتونو ورغلي وايي، لیليه نه لري او نه دومره توان لري چې هلته د اوسېدو لپاره په کرایه کورونه ونیسي.