کابل (پژواک، ۱۸ مرغومی ۱۴۰۳): د افغانستان د لوړو زدهکړو وزارت وايي، د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم له مخې، د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځی منظور شو.
د یاد وزارت ویاند حافظ ضياءالله هاشمي نن پر خپله اېکسپاڼه لیکلي: «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د ځانګړې پېرزوینې له مخې د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځۍ منظور شو.»
هغه زیاته کړې، افغانستان کې د معیاري طبي لوړو زدهکړو د پراختیا، د بدخشان ولایت ولس لپاره د معیاري روغتیایي خدمتونو اسانتیاوو برابرول، او د طبي ستونزو د حل په موخه د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې د طب پوهنځی منظور شو.
خو دا چې د بدخشان پوهنتون په چوکاټ کې به د طب پوهنځي د جوړولو چارې څه وخت پیل شي؟ سرچینې یې په اړه څه نه دي ویلي.
د یادونې ده چې له دې مخکې د بدخشان پوهنتون د طب پوهنځی نه درلود.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP