کابل (پژواک، ۲۶ غبرګولی ۱۴۰۴): د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د هغه د پراختیا په موخه په نوي کابل ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ورکول کېږي.

د کور او ښار جوړولو وزارت نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د دغه وزارت د سرپرست وزیر شیخ حمدالله نعماني په مشرۍ د لوړو زدهکړو، کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ، مالیې، اطلاعات او فرهنګ، د اوبو او انرژۍ وزارتونو او چاپېریال ساتنې ملي ادارې له استازو څخه د تشکیل شوې کمیټې غونډه ترسره شوه.

خبرپاڼه کې زیاته شوې، دغه ناسته د اسلامي امارت د مشرتابه د حکم د عملي کولو په موخه ترسره شوې چې د کابل په نوي ښار کې افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د هغه د پراختیا په موخه ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ورکړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت سرپرست ویلي: «د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله د حکم د تعمیل او د اسلامي نسل د سالمې روزنې او ښې راتلونکې په پار لازمه ده چې د نوي کابل ښار تر چتر لاندې ځمکو کې افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د پراختیا په موخه یاده ځمکه ورکړل شي.»

سرچینې لیکلي، په دې ناسته کې هوکړه شوې چې که ټوله ځمکه په یو ځای کې نه وي نو په څو ځایونو کې دې ورته ورکړل شي.

د کور او ښار جوړولو وزارت د معلوماتو له مخې، په نوي کابل ښار کې به د افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون د بېلابېلو پوهنځیو لپاره ودانۍ، لابراتوارونه، تحقیقاتي مرکزونه، کتابتونونه، د استادانو لپاره کورونه، د محصلینو لپاره لیلیه، کنفرانس خونه، مېلمستون، لوبغالي، د خدماتو او ترانسپورټ مناسب ځایونه، شنې ساحې، د اوبو ذخیرې او نور اړین ځایونه جوړ شي.