Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د اروزګان پوهنتون یو شمېر محصلین د لیلیې نشتوالي له امله له ستونزو سره مخ دي

ترینکوټ (پژواک، ۳۱ غویی ۱۴۰۴): د اروزګان پوهنتون یو شمېر محصلین په دغه پوهنتون کې د دولتي لیلیې له نشتوالي شکایت کوي او وايي چې اقتصادي وضعیت یې خراب دی او نه شي کولای په شخصي لګښت خپلو زده‌کړو ته دوام ورکړي.

اروزګان پوهنتون اوس مهال په څلورو پوهنځیو کې شاوخوا دوه زره او ۵۰۰ محصلین لري؛ یو شمېر هغه محصلین چې د نورو ولایتونو دي، د دولتي لیلیې له نشتوالي شکایت کوي.

یاد محصلین وايي، له پوهنتون د باندې په شخصي لګښت د اتاقونو نیول یې یوه ستونزه او تر پوهنتونه هر ورځ تګ راتګ یې بله ستونزه ده چې د حل غوښتنه یې کوي.

د میدان‌وردګو ولایت اوسېدونکي عبدالصبور چې د یاد پوهنتون د لومړي سمسټر محصل دی وویل، اروزګان ته له راتګ وروسته خبر شوی چې پوهنتون یې لیلیه نه‌لري.

هغه زیاته کړه، د لیلیې د نشتوالي له امله اوس مهال ترینکوټ ښار کې په یوه کرایه خونه کې اوسېږي او هره میاشت یې څه باندې پنځه زره افغانۍ لګښت کېږي چې توان یې نه لري.

د هغه په خبره: «یو شمېر محصلان دې ته انتظار یو چې د سمسټر پای ته رسېدو سره سم نورو ولایتونو ته تبدیلي واخلو.»

د جاوېد په نوم د یاد پوهنتون یوه بل محصل وویل، د دولتي لیلیې نشتوالي یو شمېر محصلین له زده‌کړو ناهیلي کړي دي.

هغه زیاته کړه: «په شخصي توګه د کرایي ځایونو د لګښتونو پوره کولو توان نه لرو.»

دغه راز، د یاد پوهنتون د اووم سمسټر یوه محصل د نوم نه ښودو په شرط وویل، دوه کاله مخکې د پوهنتون په انګړ کې هغه ودانۍ چې محصلانو په‌کې شپې کولې او د لیلیې په توګه یې کاروله، پوهنې ریاست اخیستې، اوس په‌کې چا ته د اوسېدو اجازه نه ورکوي.

د نوموړي په خبره، په یاده ودانۍ کې اوس مهال د پوهنې ریاست اداري چارې روانې دي.

هغه زیاته کړه، له همدې امله د یو شمېر لرو سیمو او ولایتونو محصلینو نورو ولایتونو ته ځانونه تبدیل کړي دي.

دوی له اړوند مسوولینو غواړي چې دې برخه ته ځانګړې پاملرنه وکړي او د پوهنتون لپاره لیلیه جوړه کړي.

ورته مهال، د اروزګان د والي ویاند حافظ سمیع‌الله عکرمه پژواک خبري اژانس ته وویل، ولایت مقام یاده ستونزه له مرکزي ادارې سره شریکه کړې ده.

هغه زیاته کړه: «په ښوونیزو مرکزونو کې د اوسېدو ځایونه مهم دي او د جوړولو لپاره یې پوره هڅې کېږي.»

خو دا معلومه نه شوه چې د یاد پوهنتون د محصلینو ستونزې به کله هوارېږي او مرکزي حکومت به کله د لیلیې جوړېدو پرېکړه کوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.