Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بلخ پوهنتون کې د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې

کابل (پژواک، ۴ غبرګولی ۱۴۰۴): د لوړو زده‌کړو وزارت وايي، بلخ پوهنتون کې د ۴۵ میلیون افغانیو په ارزښت د یو شمېر رغنیزو پروژو چارې پیل شوې.

د لوړو زده‌کړو وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې په دغو پروژو کې جومات، داخلي سړکونو، د ژورو څاګانو او اوبو رسونې سیسټم او د ښوونې او روزنې پوهنځي د ترمیم شامل دي.

د لوړو زده کړو وزارت سرپرست مولوي نداء محمد ندیم په یاد پوهنتون کې جوړې شوې غونډې ته ویلي: «افغانستان به موږ او تاسو جوړوو او تر دې وروسته به د هېواد په سکټوري وزارتونو کې د استادانو له ظرفیتونو او تجربو ګټه اخیستل کېږي.»

هغه دغه راز ویلي، اسلامي امارت مکلف دی ټولنې ته متعهد، متخصص، دینداره او په اسلامي اخلاقو سنبال کادرونه وړاندې کړي.

نوموړي له محصلینو وغوښتل چې په خپلو زده‌کړو کې زیار وباسي او له غفلت ډډه وکړي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.