Language

د هرات اوبې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست وژل شوی

هرات ښار (پژواک، ١٠ لېندۍ ٩٩): په هرات کې امنیتي چارواکي وایي چې د دغه ولایت د اوبې ولسوالۍ د امنیې قوماندان له طالبانو سره د جګړې پر مهال وژل شوی دی.

د هرات د پولیسو ویاند عبدالاحد ولي زاده نن پژواک خبري اژانس ته وویل چې د اوبې ولسوالۍ د امنیې قوماندانۍ سرپرست محمد رفیق الکوزی نن سهار په یاده ولسوالۍ کې له طالبانو سره په جګړه کې وژل شوی دی.

د ولي زاده په وینا، په دې جګړه کې د پولیس یو سرتېری هم وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.