ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خلک: غزني کې د پولیسو تشکیل کموالي له امله نا امنۍ ورځ تر بلې په ډېرېدو دي

author avatar
13 Dec 2020 - 14:50
author avatar
13 Dec 2020 - 14:50

غزني ښار (پژواک، ٢٣ ليندۍ ٩٩): د غزني اوسيدونکي وايي چې په دغه ولايت کې د پوليسو د تشکيل د کموالي له امله امنيتي وضعيت ورځ تر بلې خرابېږي او خلک يې سخت اندېښمن کړي دي.

حکومت څو کاله مخکې اعلان وکړ چې غزني لومړي درجه ولايت دى خو اوسېدونکي يې وايي چې امکانات اوس هم د دويمې درجې ولايت په اندازه ورکول کېږي.

د غزني ولايتي شورا مرستيال امان الله کامراني د لېندۍ په ٢٣مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې له کلونو راهيسې دغه ولايت د پوليسو د تشکيل له کموالي سره مخ دى.

دى وايي: ((په کومو سيمو چې پوستو ته اړتيا ده، هلته پوستې نشته او په کومه پوسته کې چې بايد لس يا شل پوليس واى، هلته پنځه پولیس دي.))

ده وويل چې د همدې ستونزې له امله په دغه ولايت کې امنيتي وضعيت خراب دى او خلک يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي.

کامراني زياتوي: ((د پوليسو په رهبرۍ کې تغييرات راځي خو دغه تغييرات مشکل نه شي حل کولاى، څو یې د تشکيل مشکل حل نه شي.))

دغه راز د غزني ښار د ارزو سيمې اوسېدونکي احمدالله پژواک ته وويل چې په سيمه کې د جګړې له امله د غزني ښار ته کډه شوي دي.

هغه زياته کړه: ((په ارزو سيمه کې اوسېدو، د غزني ښار اړوند سيمه ده خو هلته به يوه پوسته کې لس پوليس وو، کله به چې طالبانو پرې حمله وکړه نو دوى په پوسته پرېښوده او وبه تښتېدل.))

دى هم نيوکه کوي چې په دغه ولايت کې د پوليسو تشکيل کم دی، بايد له اړتيا سره سم دغه ولايت ته پوليس ورکړل شي.

همدارنګه په غزني کې مدني فعال عبيدالله پژواک ته وويل چې ولسمشر غني غزني ته د خپل سفر پر مهال د پوليسو د تشکيل کموالي د حل يادونه کړې وه خو تر اوسه يې دغه کار نه دى کړى.

دى وايي: ((په غزني ښار کې امنيت نشته، په لويو لارو کې امنيت نشته، خلک په ډېرو مشکلاتو کې دي او دغه ټول مشکل له دې را جوړ دى چې د پوليسو تشکيل کم دی.))

د غزني يو شمېر نورو اوسېدونکو هم ورته څرګندونې وکړې او ويې ويل چې حکومت بايد هر څو ژر د دغه ولايت د پوليسو تشکيل ډېر کړي.

په دې اړه د غزني امنيه قوماندان مل پاسوال محمد عثمان جانباز پژواک ته وويل چې په دغه ولايت کې تر يوې اندازې پورې د پوليسو د تشکل د کموالي ستونزه هواره شوې ده.

قوماندان زياتوي: ((له مرکز سره مې خبرې کړې دي، هغوى ژمنه راکړې چې ډېر ژر به د تشکيل مشکل حل شي او غزني ته به د لومړۍ درجې تشکيل ورکول شي.))

جانباز وايي چې په دغه ولايت کې د امنيت ټينګښت لپاره جدي هلې ځلې کوي خو په دې برخه کې د خلکو همکاري هم اړينه بولي.

د يادونې ده، غزني د افغانستان د نا امنو ولايتونو له ډلې دى چې وسله والو طالبانو یې پر مرکز څو ځلې ډله ييز بريدونه کړي او جګړې يې هم څو ورځې دوام کړى دى.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.