Language

چارواکي: په ننګرهار کې د داعش ډلې دوه مهم غړي ووژل شول

جلال اباد (پژواک، ۲۱ مرغومی ۹۹): د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو کوز کونړ ولسوالۍ کې د داعش ډلې د مطبوعاتو او هدفې وژنو دوه مهم غړي وژلي دي.

د ۰۲ په نوم د دغو ځانګړو ځواکونو له مطبوعاتي دفتر څخه د مرغومي په ٢١مه، په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا ځانګړي شپني عمليات تېره شپه د کوز کونړ (ښېوې) ولسوالۍ چاريکار سيمه کې ترسره شوي دي.

خبرپاڼه زياتوي، په عملياتو کې د داعش وسله والې ډلې د هدفي وژنو او مطبوعاتو دوه مهم غړي عصمت الله مشهور په شهاب العلمي او مسلم د مقاومت په پايله کې ووژل شول.

خبرپاڼه کې راغلي، وژل شويو کسانو د يادو فعالیتونو ترڅنګ طالب وسله وال به یې خپلو لیکو ته جذبول او هم یې د داعش ډلې لپاره شپې پاڼې خپرولې.

د ۰۲ قطعې د معلوماتو له مخې، یادو کسانو څو ورځې وړاندې په کوز کونړ ولسوالۍ کې د یاسین بابا په نوم  یو زیارت هم په ماينونو الوځولی و چې په دې سره یې غوښتل په خلکو کې وېره او وحشت خپور کړي.

سرچينه زياتوي، له يادو کسانو څخه دوه میله کلاشينکوفونه هم د ځانګړو ځواکونو لاسته ورغلي چې په سیمه کې له منځه وړل شوي دي.

دغو ځانګړو ځواکونو ډاډ ورکړی چې د عملیاتو په جریان کې ځانګړو ځواکونو او عام ولس ته کوم زیان نه دی اوښتی.

داعش وسله والې ډلې په دې تړاو رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Related Topics