کابل (پژواک، ٢ مرغومي ٩٩): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ٢٠١ مثبتې پېښـې ثبت شوې دي چې له دې سره په افغانستان کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٠٨٩ ته ورسېد.
دغه څرګندونې په هغې خبرپاڼې کې راغلې چې د مرغومي په دويمه د عامې روغتيا وزارت له لوري پژواک خبري اژانس ته رالېږل شوې ده.
په خبرپاڼه کې راغلي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا ويروس ١٦٣٦ شکمنې پېښې ازمايل شوې چې ٢٠١ يې مثبتې دي.
سرچينه وايي چې د يادو پېښو په ثبتېدو سره په هېواد کې پر کرونا ويروس د اخته کسانو شمېر ٥١٠٨٩ ته لوړ شو.
د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، د کرونا په تازه پېښو کې ٤٨ په کابل، ٤٧ په هرات، ٢٥ په پروان، ٢٣ په کندهار، ١٦ په باميان، ١٠ په تخار، ٨ ننګرهار، ٧ لغمان، ٦ په پنجشېر، ٤ په کونړ، ٢-٢ په لوګر، بدخشان او اروزګان او يوه هم دايکنډي ولایتونو کې ثبت شوې دي.
خبرپاڼه کې زياته شوې چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې ٨٣ کسان له یادې ناروغۍ بېرته روغ شوي چې له دې سره په هېواد کې له کرونا ويروسه د بېرته روغ شوو کسانو شمېر ٣٩٧٨٤ ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت د خبرپاڼې له مخې، په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس له امله ١٦ کسان مړه شوي چې په دې سره له دې ناروغۍ د ټولو مړه شوو کسانو شمېر ٢١٠٥ ته ورسېد.
دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د عامې روغتيا وزارت چارواکو ويلي وو چې د کرونا پېښې په هېواد کې يو ځل بيا د ډېرېدو په حال کې دي.
د عامې روغتيا وزارت له خلکو غوښتنه کړې چې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه د دغه وزارت لارښوونې جدي عملي کړي.
Views: 0
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن