ژبه

کابل (پژواک، ۳ مرغومی ۹۹): د کابل پولیس وايي چې د دغه ښار په دوولسمه ناحیه کې د ملي پولیسو پر یوه رینجر موټر چاودنه شوې چې په کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د کابل د امنیې قوماندانۍ ویاند فردوس فرامرز رسنیو ته ویلي چې نن سهار شاوخوا اووه بجې د دوولسمې ناحیې مربوطاتو کې پر یوه رینجر موټر د چسپکي ماین چاودنه وشوه.

هغه وايي چې په چاودنه کې یو پولیس وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

هغه د یادو منسوبینو د هویت په اړه جزئیات ورنه کړل خو وايي چې د څېړنې ټېم ساحې ته رسېدلی او عملاً یې څېړنه پیل کړې ده.

د یادونې ده، تر اوسه کومې ډلې د دې چاودنې مسوولیت نه دی اخیستی.

دا په داسې حال کې ده چې پرون هم د څرخي پله زندان د روغتیايي کارکوونکو پر یوه موټر چاودنه کې پنځه کسان ووژل شول او دوه نور ټپیان شول.

ورته موضوع