کابل (پژواک، ۱۲ مرغومی ۹۹): ولسمشر غني په عامې روغتیا وزارت کې پر قانوني ګومارنو ټینګار کوي، وایي چې د ده له لاسلیک پرته د مقرریو ټول نوملړونه اعتبار نه لري او د تېرو شپږو میاشتو قراردادونو پر بهیر به بیا کتنه وشي.
دا په داسې حال کې ده چې د روانې مرغومي په اتمه د عامې روغتیا وزیر ته نږدې، څلور کسان د رشوت اخیستو په تور ونیول.
یوه سرچینه وایي چې په نیول شوو کسانو کې د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني ورور احمد شکران عثماني، د هغه د کاکا زوی کاوه سرمست، د خاله زوی یې حامد حمیدي فرامرز او د وزارت ستر سلاکار فریدون سلطاني شامل دي.
د چارو ادارې تېره ورځ وویل چې ولسمشر د عامې روغتیا د وزیر احمد جواد عثماني استعفا منلې او ویلي یې دي، هر هغه مدیر چې تر څار لاندې یې پراخ فساد کېږي، مسوول دی او که ابهام موجود وي، ځان دې معزول وګڼي. خو احمد جواد عثماني دغه چاره توطیه بللې، ویلي چې له دندې یې استعفا نه ده کړې.
د ولسمشرۍ ماڼۍ په خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني تېر ماښام په عامې روغتیا وزارت کې د یاد وزارت له مرستیالانو او نورو چارواکو سره کتلي دي.
سرچینه لیکي چې ولسمشر غني په دې کتنه کې ویلي: «په دې وروستیو کې په عامې روغتیا وزارت کې رامنځته شوی وضعیت په واقعي توګه غمناک او ټولو ته سپکاوی دی؛ باید قانون ته درناوی وشي، ټول مسایل دې د قانوني مراجعو له لارې تطبیق شي او حق دې حقدار ته ورسېږي. دغه راز هغه کسان چې له قانون یې سرغړونه کړې، مجازات شي.»
هغه ویلي چې یاد وزارت ته سیاسي شخص نه ورځي، سرپرست تعینېږي او یو مسلکي مسوول به ولري.
د ده په وینا، په وزارت کې باید د همکارۍ، همدلۍ او پيوستون کاري فضا او د اصلاح لپاره ټینګه اراده موجوده وي.
ده ټینګار کړی چې په دغه وزارت کې به ټول تغییرات او تعیینات د قانون له مخې کېږي او د هغه له لاسلیک پرته د مقرریو ټول لېستونه بې اعتباره دي.
ولسمشر طبي سکتور یو مهم سکتور بللی، ویلي یې دي چې باید پر افغانستان شموله، رڼې او کاري ملي برنامې کار وشي او د کرونا ویروس او روغتونونو د مدیریت په برخه کې واضح بحثونه وشي.
هغه څرګنده کړه چې د سرچینو د برېښنایي مدیریت سیستم به جوړ او د پولیو په ګډون د واکسین ټول پروګرامونه باید وزارت کې دننه تنظمیم شي، موازي کارونه پای ته ورسېږي، همداراز د لوړو تنخواګانو پر پروګرام (NTA) اساسي غور کېږي او بې هدفه پروژې له منځه وړل کېږي.
غني ویلي: «سلیقوي چلند نه شي ترسره کېدای، معیارونه واضح او د تېرو شپږو میاشتو د قراردادونو پر بهیر بیا کتنه کېږي.»
دا په داسې حال کې ده چې عثمانی نږدې اووه میاشتې مخکې د عامې روغتیا د سرپرست او وروسته د وزیر په توګه ټاکل شوی و.
ولسمشر د درملو په برخه کې فعالیتونه فاجعه بللې او ویلي یې دي چې په دې برخه کې واضح سیستم ایجادېږي او باید د ولایتي ریاستونو صلاحیتونه او مسوولیتونه په اساسي توګه و ارزول شي.
ده د طبابت په برخه کې د ښځو رول مهم بللی، زیاته کړې یې ده چې په دې برخه کې د ښځو شمېر کم دی او اساسي پاملرنه به ورته کېږي.
ولسمشر د عامې روغتیا وزارت چارواکو ته په خطاب کې ویلي: «د اصلاحاتو په برخه کې زما بشپړه پاملرنه او ملاتړ لرئ، زموږ طبي سیستم باید د باور وړ، مسلکي، متعهد، مهارت لرونکی او معیاري وي او موږ پرې پانګونه کوو.»
غني دا هم ویلي چې طبي کادر، روغتونونو او خلکو ته وعدې باید واضح، مشخصې او د ضرب الاجل لرونکي وي او باید په راتلونکو څلورو میاشتو کې د افغانستان نړیوالو شریکانو ته په ډاګه شي چې طبي سیستم او په هغه کې د اصلاحاتو بهیر په شفاف او اغېزناک ډول مخې ته ځي.
د ولسمشر غني په خبره چې عامې روغتیا وزارت ته د راتګ موخه یې د دغه وزارت هغو کارکوونکو ته چې له کرونا ویروس سره د مبارزې په لومړۍ لیکه کې یې ځانونه قربان کړي، درناوی دی او د هغوی روح ته دعا ده.
ده زیاته کړې چې له دې وروسته به د جګړې په لومړۍ کرښه کې له امنیتي او دفاعي منسوبینو سره د ټيلېفوني تماسونو په څېر په اوونۍ کې له هغو روغتیایي کارکوونکو سره چې له کرونا ویروس سره په لومړۍ کرښه کې مبارزه کوي، ټيلېفوني خبرې کوي او د هغوی غوښتنې او وړاندیزونه به اوري.
هغه ویلي چې یادو کارکوونکو کورنیو ته به رسېدنه وشي او د زحمتونو د درناوي په پار به یې یو څلی جوړ شي.