ژبه

تېره مياشت کابل کې د درملو د تولید او عرضې د ۲۶۳ مرکزونو نظارت شوی

سهراب سروری

۸ وږی ۱۴۰۵ - ۱۵:۰۴

Views: ۷

کابل (پژواک، ۸ وږی ۱۴۰۵): د عامې روغتیا وزارت وایي، تېره میاشت په کابل ښار کې د درملو د عمده پلورونکو او وارداتي شرکتونو د څارنې پر مهال درې وارداتي شرکتونه او ۲۴ عمده پلورنځي د بېلابېلو سرغړونو له امله د لنډ وخت لپاره تړل شوي دي.

د عامې روغتیا وزارت نن (یکشنبه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د دغه وزارت د خوړو او درملو معینیت د څارنې او پلټنې ریاست د روان کال د زمري میاشتې په ترڅ کې په کابل ښار کې د درملو له ۱۰۰ وارداتي شرکتونو، ۱۳۳ عمده پلورنځیو او د درملو او روغتیايي محصولاتو له ۳۰ تولیدي کارخونو څخه څارنه او پلټنه کړې ده.

سرچینې زیاته کړې ده، د دغو پلټنو په پایله کې درې وارداتي شرکتونه او ۲۴ عمده پلورنځي د پېرنو د قانوني اسنادو نشتوالي، د غیرمعیاري بل کارولو، پرچون پلور، د تخنیکي مسوول اړوند ستونزو او د بیو د اصولو نه مراعاتولو له امله په لنډمهاله توګه تړل شوي دي.

وزارت ویلي، ۹۱ قلمه هغه درمل چې رسمي او قانوني اسناد یې نه لرل، ضبط او د له منځه وړلو لپاره اړوند ځای ته لېږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي چې له عمده پلورنځیو څخه ۱۷ او له وارداتي شرکتونو شپږ ډوله مشکوک درمل د کیفیت معلومولو لپاره د درملو او روغتیايي محصولاتو د کیفیت د کنټرول لابراتوار ته استول شوي دي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د درملو او روغتیايي محصولاتو د تولیدي کارخونو د څارنې برخه کې هم د هغو مواردو لپاره چې اصلاح ته اړتیا لري، ۲۳ اصلاحي مکتوبونه صادر شوي دي.