منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:44 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
روغتیا

نن د هېواد پنځو ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیلېږي

· 1 دقیقه لوستل · 268 کتنې

کابل (پژواک، ۲۶ زمری ۱۴۰۵): له پولیو د پاک افغانستان ادارې اعلان کړی چې نن د هېواد په پنځو ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ناروغۍ پر وړاندې د واکسین کمپاین پیلېږي.

له پولیو د پاک افغانستان ادارې له خوا خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دغه کمپاین کې ننګرهار، کونړ، کابل، هرات او فراه ولایتونه شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې د پولیو واکسین کمپاین به د ننګرهار په ټولو ۲۲ ولسوالیو، د کونړ په اوو، د کابل په شپږو، د هرات په دوو او د فراه په دوو ولسوالیو کې ترسره شي.

یادې ادارې ویلي چې د دغه کمپاین موخه د پولیو ناروغۍ وروستیو مثبتو پېښو ته چټک غبرګون ښودل او د ویروس د لا خپرېدو مخنیوی دی.

خواجه نصیراحمد صدیقی