کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩) : د ولسمشر لومړى مرستيال امر الله صالح وايي چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د ١٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت د عصري امنيتي کامرو د لګولو چارې پيل شي.
صالح دا څرګندونې د مرغومي په ١٧ مه، د سهار د شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې په راپو ر کې کړي، چې د هغه په فېسبوک پاڼه کې خپور شوى دى.
هغه زياته کړې، د وروستي ځل لپاره په کابل ښار کې امنيتي کامرې په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې لګول شوې وې، چې عصري او پرمختللې هم نه وې.
د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده چې د کابل ښار د ښه امنيت په موخه عصري او پرمختللې کامرې ولګول شي.
د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي، پر دې پروژې ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا ورکول کېږي.
ده زياته کړې : (( له دغه کار سره پر ترهګرو ځمکه نوره هم تنګيږي.))
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP