ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

صالح : په کابل ښار کې د ١٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت امنيتي کامرې لګول کېږي

author avatar
6 Jan 2021 - 12:54
author avatar
6 Jan 2021 - 12:54

کابل (پژواک، ١٧ مرغومى ٩٩) : د ولسمشر لومړى مرستيال امر الله صالح وايي چې ډېر ژر به په کابل ښار کې د ١٠٠ ميليونه ډالرو په لګښت د عصري امنيتي کامرو د لګولو چارې پيل شي.

صالح دا څرګندونې د مرغومي په ١٧ مه، د سهار د شپږ نيمو بجو امنيتي ناستې په راپو ر کې کړي، چې د هغه په فېسبوک پاڼه کې خپور شوى دى.

هغه زياته کړې، د وروستي ځل لپاره په کابل ښار کې امنيتي کامرې په ٢٠٠٨ زېږديز کال کې لګول شوې وې، چې عصري او پرمختللې هم نه وې.

د نوموړي په وينا، ټاکل شوې ده چې د کابل ښار د ښه امنيت په موخه عصري او پرمختللې کامرې ولګول شي.

د ولسمشر لومړي مرستيال ويلي،  پر دې پروژې ١٠٠ ميليونه امريکايي ډالره لګښت راځي چې په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموريت له خوا ورکول کېږي.

ده زياته کړې : (( له دغه کار سره پر ترهګرو ځمکه نوره هم تنګيږي.))

Visits: 3

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.