ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې د ملي اردو د درېيمې لوا د دويم کنډک قوماندان وژل شوی

بلخ کې د ملي اردو د درېيمې لوا د دويم کنډک قوماندان وژل شوی

author avatar
28 Jan 2021 - 18:16
بلخ کې د ملي اردو د درېيمې لوا د دويم کنډک قوماندان وژل شوی
author avatar
28 Jan 2021 - 18:16

مزارشریف (پژواک، ۹ سلواغه ۹۹): په بلخ کې د ملي اردو د درېيمې لوا د دويم کنډک قوماندان د طالبانو بريد کې وژل شوی دی.

په شمال زون کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول حنيف رضايي پژواک اژانس ته وويل، چې بلخ کې د ملي اردو د درېيمې لوا د دویم کنډک قوماندان ډګرمن نصرت الله يمين نن غرمه د بلخ ولسوالۍ په علم خېل کلي کې وژل شوی دی.

هغه زياته کړه، په دغه بريد کې د ملي امنيت يو سرتېری هم وژل شوی او د ملي اردو څلور نور سرتېري ټپيان شوي دي.

د شاهين قول اردو مطبوعاتي مسوول همدا راز وويل، چې په سيمه کې د ملي اردو پر يوې قرارګاه طالبانو د هاوان بريد کړی او دغه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

رضايي زياتوي، له دغې پېښې وروسته د شاهين قول اردو قوماندان د ملي اردو ځواکونو ته امر کړی، چې له دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته لاړ شي.

يوې باوري سرچينې بيا پژواک ته وويل، چې په دغه پېښه کې د ملي اردو شاوخوا ۱۵ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

تر اوسه طالبانو د ياد بريد په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

Views: 34

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.