Language

کندهار (پژواک، ۱۱ سلواغه ٩٩): د کندهار ولايت په پنجوايي ولسوالۍ کې د چاودنې له امله درې ملکي وګړي وژل شوي دي.

ځايي مسوولين وايي، چاودنه د پنجوایي ولسوالۍ د صالحانو چمن په سیمه کې  نن لس بجې پر يوه زرنج موټرسایکل شوې ده.

د  کندهار امنیې قوماندانۍ ویاند جمال ناصر بارکزي پژواک اژانس ته وویل، په دې پېښه کې درې ملکي وګړي وژل شوي چې یو په کې ماشوم دی.

دی وايي، ماین د وسله والو طالبانو له خوا تازه ځای پر ځای شوی و.

د دې چاودنې مسووليت چا پر غاړه نه دى اخيستى.

Related Topics