جلال اباد (پژواک، ۲۵ سلواغه ۹۹): د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار کې د پوليسو په رېنجر موټر چاودنه شوې چې له امله يې درې کسان ټپيان شوي دي.
د معلوماتو له مخې، ټپيانو کې يو يې پوليس سرتېری دی.
د ننګرهار د امنيه قومانوانۍ وياند فريد خان د سلواغې په ۲۵ پژواک اژانس ته وويل، نن سهار شاوخوا ۸ نيمې بجې د جلال اباد ښار د دويمې ناحيې اړوند د زيتونو فابريکې سيمه کې د محبس د ساتونکو پوليسو په رېنجر موټر چاودنه شوې ده.
هغه زياته کړه، د چاودنې له امله-درې کسان چې ملکي وګړي دي ټپيان شوي دي.
خو د جلال اباد د حوزوي روغتون وياند ګلزاده سنګر پژواک ته وويل چې دوی ته راوړل شويو ټپيانو کې يو يې نظامي سرتېری دی.
د چاودنې مسووليت تر اوسه چا نه دی منلی.
Views: 46
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن