کابل (پژواک، ٢ کب ٩٩): د کورنيو چارو وزارت وايي چې د ښار جوړولو او ځمکو وزارت د مالي او اداري عمومي رييس په ګډون لس کارکوونکي د فساد او اختلاس په تور نيول شوي دي.
د دغه وزارت يوې باوري سرچينې چې د نوم له څرګندولو يې ډډه کوله، د سلواغې په ٢مه پژواک اژانس ته وويل چې په نيول شوو کسانو کې د یاد وزارت مالي او اداري عمومي رييس عبدالرحمن عزيزي هم شامل دى.
سرچينې زياته کړې چې دغه کسان د جرايم سنګين ادارې ځانګړو موظفينو له خوا د ١٢٠ ميليونه افغانيو اختلاس او فساد په تور نيول شوي دي.
د کورنيو چارو وزارت وايي چې پر لويو لارو د فساد مخه يې هم ډپ کړې ده، تر اوسه يې د لويو لارو ١٣٥ موظفين او د کابل دروازو ٥١ منسوبين له دندو لرې کړي دي.
سرچينه وايي چې د کورنيو چارو وزارت ستر امنيتي مرستيال له خپلو ټيمونو سره د اصلاحاتو په راوستلو بوخت دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP