ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

ملي امنیت کندهار کې ۱۰ کسیزه وسله واله ډله نیولې

ملي امنیت کندهار کې ۱۰ کسیزه وسله واله ډله نیولې

author avatar
20 Feb 2021 - 17:36
ملي امنیت کندهار کې ۱۰ کسیزه وسله واله ډله نیولې
author avatar
20 Feb 2021 - 17:36

کندهار (پژواک، ۲ کب ۹۹): د ملي امنیت ځواکونو په کندهار کې یوه لس کسیزه وسله واله ډله نیولې چې په ښار او ولسوالیو کې یې بریدونه کول.

دغه کسان نن (د کب ٢مه) په يوه خبري غونډه کې خبریالانو ته وښودل شول.

د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، دغې لس کسیزې وسله والې ډلې په کندهار ښار او ولسوالیو کې ترهګریز بریدونه کول، ماینونه یې ځای پر ځای کول، امنیتي ځواکونه، دولتي کارکوونکي او مخور یې په نښه کول.

هغه زیاته کړه، نیول شوو کسانو پر خپلو جرمونو اعتراف کړی چې عدلي او قضايي ارګانونو ته به وسپارل شي.

د ده په خبره، له نیول شوو کسانو ۳۲ ماینونه، ۳ تومانچې او ۵ موټرسایکلونه هم ترلاسه شوي دي.

د نیول شوو له ډلې لعل محمد له خبریالانو سره په خبرو کې وویل چې اصلاً د زابل د ښار صفا اوسېدونکی دی او کور یې د بلوچستان ایالت په پښین سیمه کې دی.

دی وايي، په پښین کې د طالبانو قوماندان او ملا امامانو په مسجدونو او مدرسو کې اعلانونه کول چې کندهار یې نیولی دی او خلک باید له دوی سره ملګري، خپل وطن ته راشي او له دوی سره کومک وکړي.

د ده په خبره، دی د هغوی په خبرو وغولېد او د رېګ پر لار له نورو طالبانو سره د کندهار پنجوايي ولسوالۍ ته راغی، هلته یې د طالبانو له اسد نومي قوماندان سره ۲۷ ورځې تېرې کړې او هغوی ورباندې مورچې ایستلې.

دی وايي، وروسته یې د تېښتې هڅه وکړه چې کندهار ښار ته پر لار د ملي امنیت د منسوبینو له خوا ونیول شو.

د موسی کلیم په نوم بل نیول شوي تن وویل چې په یوه مدرسه کې یې درس وایه او بل ملګري یې دی تېر ایست او ورته ویې ویل چې په ملک کې کفر دی او باید جهاد وکړي.

د ده په خبره، ملګري یې دی د طالبانو ملا حسن نومي قوماندان ته ور وپېژانده او د هغه تر قوماندې لاندې یې له امنیتي ځواکونو سره جګړه کوله.

نوموړي هم وویل چې کندهار ښار ته پر لار د ملي امنیت له خوا ونیول شو.

نیول شوو کسانو له دولته د بښنې غوښتنه کوله او ویل یې چې دوی تېر ایستل شوي دي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

یاده ډله داسې مهال نيول کېږي چې د کندهار په یو شمېر ولسوالیو کې له تېرو څو میاشتو راهیسې جګړې روانې دي او امنیتي ځواکونه په عملیاتو بوخت دي.

Views: 91

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.