ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د تندر قول اردو قومندان: د روانې جګړې او زيانونو مسووليت د طالبانو په غاړه دی

د تندر قول اردو قومندان: د روانې جګړې او زيانونو مسووليت د طالبانو په غاړه دی

author avatar
27 Feb 2021 - 19:43
د تندر قول اردو قومندان: د روانې جګړې او زيانونو مسووليت د طالبانو په غاړه دی
author avatar
27 Feb 2021 - 19:43

ګردېز (پژواک، ۹ کب ۹۹): د هېواد د نورو ولايتونو په څېر په پکتيا کې هم ګڼو خلکو د دوو بېلو پروګرامونو پر مهال د سرتېري ورځ ونمانځله او له هغوی سره يې خپله مينه او ملاتړ څرګند کړ.

خلک وايي، ملي امنيتي ځواکونه د هېواد او خلکو يواځينی ساتونکی انساني ځواک دی او اوسمهال د ټولو هېوادوالو د هيلو سترګې دوی ته دي.

د ګردېز اوسېدونکی اشرف جوهر وايي، چې نن يې له خپلو ملګرو سره يو ځای د امنيتي ځواکونو لپاره ګلونه پېرلي او د هغوی د مورال پياوړې کېدو او ملاتړ لپاره يې ورته ډالۍ کړي دي.

جوهر وويل: ((نن ټول خلک د دې لپاره راوتلي چې د خپلو اتلو امنيتي ځواکونو د قربانيو او زحمتونو قدرداني وکړي. دوی دي چې موږ يو، دولت دی او نظام دی. هر څوک چې له دوی سره جګړه کوي، په حقيقت کې د افغانستان او افغان ملت نابودي غواړي او هغوی د ټولو افغانانو دښمنان دي.))

د ګردېز اړوند د تېرې سيمې قومي مشر حاجي خان ولي وويل چې ټول افغانان بايد د خپلو امنيتي ځواکونو کلک ملاتړ او د امنيت په ټينګښت کې ور سره مرسته وکړي.

خان وايي: ((نن ماته د شاهي دورې جشن را ياد شو، باور وکړئ ژړا راځي. سربازان زموږ وروڼه او زامن دي او وطن ساتي، بايد قدر يې وشي او د شهيد شويو سربازانو کورنۍ ښې وساتل شي.))

سرتيري وايي، د خلکو مينه او ملاتړ ور سره بېساری دی او دوی ته يې زياته انګېزه او مورال ورکړی دی.

د دوی له ډلې بريدمل شمس الله ميوند پژواک ته وويل: ((نن موږ ته خلکو دومره مينه او مورال راکړی چې زه يې نه شم بيانولی. خلک له موږ سره دي او موږ به د تل په شان د دوی په ساتنه او محافظت کې تر څو چې ژوند يو، سرښندنې کوو. طالبان دې سوله وکړي، که نه موږ يې ځپلو ته چمتو يو.))

د ښار په بېلابېلو سيمو کې امنيتي ځواکونو ته د ګلونو ورکولو وروسته له سرتېرو د ملاتړ دويم پروګرام له غرمې وروسته په ۲۰۳ تندر قول اردو کې و، چې شاوخوا دوه زره تنه سرتېرو، د پکتيا سلګونه اوسېدونکو او له ملي دفاع وزارت څخه د راغلي هيئت په ګډون په کې ګڼو چارواکو ګډون کړی و.

په دې غونډه کې د يادې قول اردو قومندان بريدجنرال ميرويس صافي وويل چې دولت د خپلو خلکو په غوښتنه د طالب زندانيانو خلاصولو او بې قيده و شرطه د سولې خبرو په ګډون ځينې ګامونه واخيستل، خو وسله والو طالبانو نه يواځې اوربند ونه کړ، بلکې کورنۍ جګړې او ورانيو ته يې دوام ورکړی دی.

صافی وايي: ((طالب يواځې ترهګري او تخريب کوي او د ټولو ورانيو مسوول دي. سوله لومړيتوب دی، خو که سوله يې ونه کړه او جګړو ته يې دوام ورکړ، داسې به يې وځپو چې هېڅکله به يې نه وي ليدلي او بيا د سر راپورته کولو پاتې نه شي. موږ د ملت د بېساري ملاتړ مننه کوو.))

د پکتيا ولايتي ادارې، ولايتي شورا او خلکو د ملي امنیتي ځواکونو پر لا تجهيز او پياوړتيا ټينګار وکړ او ۲۰۳ تندر قول اردو ته يې د هوايي ځواک ورکولو غوښتنه وکړه.

Views: 73

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.