ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

والي: بلخ کې ۶۴ زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده

والي: بلخ کې ۶۴ زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده

author avatar
3 Mar 2021 - 15:28
والي: بلخ کې ۶۴ زره جريبه غصب شوې ځمکه بېرته را ګرځول شوې ده
author avatar
3 Mar 2021 - 15:28

مزارشريف (پژواک، ۱۳کب ۹۹): د بلخ حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په دهدادي ولسوالۍ کې ٦٤ زره جريبه ځمکه د غاصبينو له منګلو خلاصه شوې ده.

د بلخ والي محمد فرهاد عظيمي وايي، سيمه ييزه اداره ژمنه ده چې د ولسمشر له هدايت سره سم په بلخ کې ټولې غصب شوې ځمکې بېرته د غاصبينو له منګولو څخه وژغوري.

د عظيمي په خبره، که هر چا يې پر وړاندې مزاحمت وکړ؛ نو جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

نوموړي وويل: (( موږ نن ۶۴ زره جريبه ځمکه له غصبه خلاصه کړه، څو ورځې وړاندې مو ۱۵زره جريبه هم له غاصبينو بېرته راګرځولې وه، غاصبينو ته مې پيغام دا دی چې خپله دې غصب شوې سيمې را پرېږدي که نه نو سخت قانوني چلند ورسره کوو.))

د بلخ والي همدا راز تاييد کړه چې يو شمېر دولتي کارمندانو له سيمه ييزو زورواکو سره لاس يو کړی او ځمکې يې غصب کړې دي.

نوموړي د دغو کسانو نومونه وانخيستل؛ خو ويې ويل چې په دې اړه به محکمه پرېکړه کوي.

د بلخ د اراضۍ ادارې مسوولين وايي چې په دغه ولايت کې څه باندې ۱۸۰ زر جريبه ځمکه غصب شوې ده.

د بلخ د ځمکو رياست سرپرست عظيم الله پژواک ته وويل چې دوی په تېرو شاوخوا شلو کلونو کې زرګونه جريبه غصب شوې ځمکه بېرته راګرځولې ده.

خو هغه تاييدوي چې لا هم په ياد ولايت کې زياتې ځمکې له غاصبينو سره دي.

نوموړي همدا راز وويل چې د غاصبينو له منګولو څخه د غصب شويو ځمکو د راخلاصولو لړۍ به روانه وي.

په ورته مهال د بلخ امنيه قوماندان سيد معراج الدين سادات وايي چې پوليسو دغه ولايت کې ۳۰ تنه د ځمکو د غصب په تور نيولي دي.

هغه زياتوي چې دغه کسان يې څارنوالۍ ته معرفي کړي او دا مهال پوښتنې ترې روانې دي.

سادات زياته کړه چې پوليس به د هر هغه چا پر وړاندې جدي او قانوني ګام پورته کړي چې دولتي ملکيتونه يې غصب کړي وي.

درې اوونۍ وړاندې هم د بلخ والي په يوه خبري کنفرانس کې ويلي و چې مزارشريف کې څه باندې ۱۰۰ ښارګوټي په غير قانوني ډول او پر غصب شويو ځمکو جوړ شوي دي.

Views: 97

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.