ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلور: په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې د واک ترلاسه کولو لپاره ده

بلور: په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې د واک ترلاسه کولو لپاره ده

author avatar
7 Mar 2021 - 16:24
بلور: په افغانستان کې روانه جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې د واک ترلاسه کولو لپاره ده
author avatar
7 Mar 2021 - 16:24

کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٩): د کوزې پښتونخوا وتلى سياستوال غلام احمد بلور وايي، د افغانستان روانه جګړه د اسلام لپاره نه، بلکې د واک ترلاسه کولو لپاره دى.

نوموړي دا څرګندونې نن (د کب ١٧مه) په کابل کې د امن او ثبات تر سرليک لاندې کنفرانس کې وکړې.

ياد دوه ورځنى کنفرانس چې نن پيل شو، د هېواد د يو شمېر چارواکو ترڅنګ قومي مخورو، د ملي شورا ځينو غړو، مدني فعالانو او نورو ترڅنګ د کوزې پښتونخوا د ځینو ښځينه وو په ګډون شاوخوا ٣٠ مشهورو سياستوالو او مخورو په کې برخه اخيستې وه.

په دغه کنفرانس کې به د ډيورنډ فرضي کرښې د دې غاړې او هغې غاړې سياستوال او مخور د امن او ثبات د ټينګښت، د جګړې او ناامنيو په عواملو، حل لارو او د ګډو همکاريو په اړه بحثونه وکړي او بيا به يو ګډ پرېکړه ليک صادر کړي.

په کنفرانس کې د سرحدونو او قبايلو چارو وزير مُحب الله صميم وويل، د څلور لسيزې تحميلي جګړې دلته ټول بنسټونه ونړول او زياته قرباني یې واخيسته، خو لړۍ يې کوزې پښتنوخوا ته هم وغځېده، د همدې ګډ درد په موخه یې دغه د امن او ثبات کنفرانس جوړ کړ چې څنګه لر او بر قومونه سره همکار او د دغه ناورين مخه ونيسي.

هغه زياته کړه: ((په دې جګړه کې مو نه يواځې جومات، پوهنتون، ښوونځى، جنازه، هديره امن نه دي، بلکې اوس مو خويندې هم خوندي نه دي او په نښه کېږي، دا نه زموږ جګړه ده او نه زموږ په دين او فرهنګ پورې اړه لري.))

صميم وويل، داسې کړۍ شته چې د افغانانو په وژلو او له منځه وړلو کې خپل ژوند او ارامتيا غواړي، خو د افغانستان تنکيو ځوانانو د خپل هويت او هېواد ساتلو په موخه خپلې سينې سپر کړې دي.

دى وايي: ((هغوى چې وسلې او چاودېدونکي توکي دلته کاروي، هغوى يې خپله فابريکه نه لري، خو افغانان پوهېږي چې څوک يې له کوم ځاى څخه ورکوي.))

صميم د کوزې پښتونخوا مشرانو ته وويل: ((اوس بايد موږ او تاسو دلته او هلته داسې فضا رامنځته کړو چې د امن او ژوند کولو وي.))

د ملي روغې جوړې عالي شورا مرستيال حاجي دين محمد د ياد کنفرانس ګډونوالو ته وويل، پر دې پوهېږو چې اوس به په کرښه او نورو مسايلو سره قانع نه يو، اوس بايد امن او ثبات راولو چې دواړه خواوې يې نه لري.

هغه زياته کړه چې امن او ثبات بې سولې نه راځي او بايد اوس د جګړې ترمينالوژي د سولې پر ترمينالوژۍ بدله کړو.

د ده په خبره، هغه مهال امن راځي چې سيمه يې وغواړي، يو بل ته سره لاس ورکړي. د نا امنۍ له امله د ډيورنډ فرضي کرښې دواړو خواوو ته مېشت خلک زيانمن دي.

د کوزې پښتونخوا مشهور سياستوال او د عوامي نېشنل ګوند مرستيال غلام احمد بلور په دغه کنفرانس کې وويل، د نړۍ په هر ګوټ کې چې پښتون اوسېږي هغه افغان دى.

ده زياته کړه، دا جګړه چې اوس روانه ده دا د اسلام جنګ نه دى، بلکې د اقتدار جنګ دى.

نوموړي وويل: ((موږ چې له پښتونخوا راغلي یو، له غږ پورته کولو پرته مو بل هېڅ په وس کې نشته، زه وايم چې د پاکستان، امريکا او روس د حکمرانانو يو کنفرانس دې را وبلل شي او له هغوى دې نور په دې سيمه کې د دايمي امن غوښتنه وشي.))

بلور وويل: ((افغانانو زر کاله پر هند واکمني کړې خو اوس د افغانانو حالت ته وګورئ چې دوى په څه ډول وضعيت کې ژوند کوي. زه خپلو قاتلانو ته هم وايم چې راشئ نور په امن کې برخه واخلئ.))

د کوزې پښتونخوا سياستوالې جميلې ګيلاني وويل چې دغه ډول ګډې ناستې بايد په کوزه پښتونخوا کې هم جوړې شي.

هغې زياته کړه، د دې ناامنيو ډېر زيان ښځو ته رسېږي، په ځانګړې توګه د هغو پښتنو مېرمنو ته چې په کليو او بانډو کې ژوند کوي او بشپړه نرواکي په کې حاکمه ده.

دې وويل چې جګړې نارينه کوي، تر شا يې هم نارينه ولاړ دي، خو ډېره قرباني يې ښځينه دي چې بايد د امن او ثبات په هر اخيستونکي ګام کې د ښځو ژوند او حقونو ته پوره پاملرنه وشي.

دغه راز په دغه کنفرانس کې د مشرانو جرګې د دفاعي کمېسيون رييس هاشم الکوزي، د ولسي جرګې غړي ميرويس ياسيني، د کوزې پښتونخوا د پښتون ژغورنې غورځنګ غړي عبدالمالک کاکړ، د ايالتي وزير سردار حسين بابک هم د امن او ثبات په اړه او د کرښې دواړو لورو ته د ناامنيو پر وړاندې د يووالي او ګډ کار په هکله خبرې وکړې.

Views: 360

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.