ژبه

لینډسي: برېتانیا له افغانستان سره خپلې همکارۍ اقتصادي برخې ته اړوي

سهراب سرورى

۳۱ وږی ۱۴۰۵ - ۰۹:۵۴

Views: ۴

کابل (پژواک، ۳۱ وږی ۱۴۰۵): د افغانستان په چارو کې د برېتانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي د صنعت او سوداګرۍ له وزیر نورالدین عزیزي سره په انلاین خبرو کې ویلي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ په تدریجي ډول له بشري، اقتصادي برخې ته واړوي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي تېره دوشنبه (۳۰ وږی) د افغانستان د اقتصادي اړیکو د پراختیا او له نړۍوالې ټولنې سره د تعامل په اړه د افغانستان په چارو کې د برېتانیا له ځانګړي استازي ریچارډ لینډسي سره انلاین خبرې کړې دي.

سرچینې لیکلي چې عزیزي په دې خبرو کې د حکومت د تېرو پنځو کلونو د لاسته‌راوړنو په اړه معلومات ورکړي چې د صادراتو او سړي‌سر عوایدو زیاتوالی، د نشه‌يي توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې مبارزه، د روږدو درملنه، د معلولیت‌لرونکو کسانو ملاتړ او د سوالګرو وضعیت ته رسېدنه په کې شامل دي.

سرچینې زیاته کړې چې عزیزي په دې لیدنه کې له نړۍوالې ټولنې سره د متقابل درناوي پر بنسټ د رغنده تعامل پر دوام ټینګار کړی دی.

په خبرپاڼه کې راغلي چې ریچارډ لینډسي له نړۍ سره د رغنده تعامل برخه کې د افغانستان د دریځ هرکلی کړی، له افغانستان سره د برېتانیا د بشري مرستو په اړه یې معلومات ورکړي او ویلي یې دي چې هېواد یې غواړي له افغانستان سره خپلې همکارۍ په تدریجي ډول له بشري، اقتصادي برخې ته واړوي.

هغه دغه‌راز له افغانستان سره د اړیکو د پیاوړتیا برخه کې د برېتانیا پر ملاتړ ټینګار کړی او ویلي یې دي چې دغه هېواد له مخ پر ودې هېوادونو سره د اړیکو د پراختیا په موخه د خپلو پروګرامونو په چوکاټ کې، له سوداګریزو اسانتیاوو او د تعرفو له کمولو په ګټې‌اخیستنې، له دغو هېوادونو سره د سوداګرۍ د پراختیا زمینه برابروي.

دواړو لورو په پای کې د خبرو اترو پر دوام او د اقتصادي همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی دی.