ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کرونا له امله د شمال خلکو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نه دي ثبت کړې

د کرونا له امله د شمال خلکو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نه دي ثبت کړې

author avatar
7 Mar 2021 - 16:50
د کرونا له امله د شمال خلکو د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې نه دي ثبت کړې
author avatar
7 Mar 2021 - 16:50

مزارشريف (پژواک، ۱۷کب، ۹۹) : په شمال زون کې د بشري حقونو خپلواک کمېسيون مسوولين وايي چې په تېر ۲۰۲۰ زېږديز کال کې له دغه کمېسيون سره د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي ۳۰۱ پېښې ثبت شوې دي.

شمال کې د بشري حقونو کمېسيون د ښځو څانګې يوې غړې سکينه ناصر د کب په ۱۷مه د يوې غونډې پر مهال پژواک وويل چې د تاوتريخوالي په دغو پېښو کې وهل  ټکول، د نفقې نه ورکړه او په جبر سره له کوره شړل شامل دي.

د هغې په وينا. له دوی سره د مېرمنو پر وړاندې د تاوتريخوالي ډېری پېښې په ښارونو کې ثبت شوې دي.

نوموړې زياتوي چې د تاوتريخوالي  کچه له ثبت شويو پېښو څخه لوړه ده او په وينا يې د کرونا او قرنطين له امله خلکو دغه کمېسيون ته مراجعه نه ده کړې.

هغه وايي: (( په ۲۰۱۹ کې موږ د تاوتريخوالي څه باندې څلور سوه پېښې ثبت کړې وې، خو په تېر ۲۰۲۰ کال کې مو د ټولو ثبت کړيو پېښو شمېر ۳۰۱ ته رسېږي. د پېښو کم ثبت دا مانا نه لري چې پېښې کمې شوې دي؛ خو د کرونا او قرنطين له امله زياتو خلکو مراجعه نه ده کړې)).

د هغې په وينا، هر کال د ښځو پر وړاندې د تاوتريخوالي پېښې په بېلابېلو مراجعو کې ثبتېږي، چې له امله يې کره شمېره نه شي معلومېدای.

د بشري حقونو کمېسيون دغه غړې غوښتنه کوي چې په دې تړاو بايد واحد ډيتابېس جوړ کړای شي.

په ورته مهال بلخ کې د افغان ښځو شبکې مسووله معصومه رحيمي وايي چې د روانو نا امنيو او جګړو له امله د ښځو د فعاليتونو د کمېدو اندېښنه شته ده.

هغه وايي چې د سولې روانه پروسه کې بايد مېرمنو ته د هغوی له غوښتنو سره سمه ونډه ورکړل شي.

د هغې په وينا، د تاوتريخوالي روانه لړۍ بايد پای ته ورسېږي.

د افغان ښځو شبکې دغه مسووله په حکومتي ادارو کې هم د ښځو د ونډې زياتېدو غوښتنه کوي.

له دې سره د ښځو د حقونو يو شمېر فعالانې وايي چې د کليوالي سيمو مېرمنو د وضعيت ښه کېدو لپاره بايد کار وشي.

مدني فعاله ناديه سادات وايي چې لا هم ډېری افغان مېرمنې له خپلو حقونو څخه نا خبره دي.

د هغې په وينا، په کليوالي سيمو کې د ناوړه دودونو له امله ډېری وخت مېرمنې قرباني کېږي.

نوموړې غواړي چې حکومت بايد په لرې پرتو سيمو کې نجونو ته د تعليم زمينه برابره کړي.

 

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.