کابل (پژواک، ٢٦ کب ٩٩): د کابل ښار يوويشتمې حوزې اړوند سيمه کې د دوو ډلو ترمنځ نښته کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
د رسول خان په نوم د سيمې يوه اوسېدونکي د کب په ٢٦مه پژواک اژانس ته وويل چې دا نښته پرون ناوخته د څرخي پله په بازار کې رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې هلته د سيمې د يوه زورور نور رحمن تره خيل او د ولسي جرګې د وکيل حبيب افغان پلويانو او د سيمې د نورو اوسېدونکو ترمنځ پر کومه موضوع شخړه رامنځته شوې وه.
دى وايي چې په دې نښته کې شپږ کسان وژل شوي او يو شمېر نور ټپيان دي.
د نوموړي په وينا، سيمې ته امنيتي ځواکونه ور رسېدلي وو او د څرخي پله بازار تړل شوى دى.
د سيمې يو بل اوسېدونکي ګل حسن پژواک ته وويل چې نښته د ورزش پر سر د شخړې له امله رامنځته شوه.
هغه زياته کړه چې د شخړې په سبا دواړه سره مخامخ شوي او ډزې يې کړې چې له امله يې له دواړو لورو څلور کسان وژل شوي او اووه نور ټپيان دي.
ده هم وويل چې بازار تړل شوى دى.
بلخوا د کابل پوليسو وياند فردوس فرامرز پژواک اژانس ته وويل چې په يوويشتمه حوزه کې د دوو ډلو ترمنځ پر کومې موضوع نښته شوې ده.
هغه زياته کړه چې په دې نښته کې څلور کسان وژل شوي او څلور نور ټپیان دي.
فرامرز وايي چې پوليس سيمې ته رسېدلي او د پېښې په تړاو يې څېړنې پيل کړې دي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP