کابل (پژواک، ٣ ورى ۱۴۰۰): د کورنيو چارو سرپرست وزير حيات الله حيات وايي چې عليپور جرم کړى او د خپلو کړنو په سزا به رسېږي.
حيات دغه څرګندونې پرون مازديګر په کابل کې د پوليسو له ځانګړې قطعې د ليدنې پر مهال سرتېرو ته په خبرو کې کړې دي.
د ميدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د نامسوولو وسله والو قوماندان عليپور اړوندو کسانو تېره اوونۍ د ملي دفاع وزارت اړوند يوه چورلکه چې هلته يې اکمالات کول، وويشته.
د ملي دفاع وزارت معلوماتو له مخې، په دې پېښه کې څلور پيلوټان او پنځه د ځانګړو ځواکونو سرتېرو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د کورنيو چارو وزارت سرپرست وزير حيات الله حيات د ملي پولیسو ځانګړو ځواکونو په قوماندانۍ کې د بهسود پېښې قربانيانو ته دعا وکړه او د دې پېښې عاملینو پر وړاندې یې پر جدي عمل ټینګار وکړ.
هغه د هېواد ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو سرښندنې او اتلولۍ يادې کړې او ويې ويل چې عليپور به د قانون په چوکاټ کې د خپل عمل په سزا ورسېږي.
حيات وايي: ((هېڅوک له قانون څخه لوړ نه دي، دا ظالمان به د قانون منګولو ته سپارو.))
د نوموړي په وينا، د هېواد ټول قومونه د درناوي او احترام وړي خو جنايتکاران له هېڅ قوم سره تړاو نه لري.
Views: 160
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن