کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د کورنیو چارو وزارت وایي، د پاکستاني پوځي رژیم تېره شپه د کونړ په شلتن او د هلمند په ګرمسېر ولسوالیو کې د ملکي وګړو پر کورونو بمبار کړی چې له امله یې اته کسان شهیدان او اووه نور ټپیان دي او یو ماشوم ورک دی.
د کورنیو چارو وزارت یوې سرچینې پژواک ته وویل چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه د شپې شاوخوا ۳:۳۰ بجې، د کونړ ولایت د شلتن ولسوالۍ د چوګام په کلي کې يو کور بمبار کړی دی.
د دغه وزارت د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله څلور تنه ټپیان روغتون ته انتقال شوي، چې یو نارینه دی، دوې ښځې دي او یوه هم ماشومه ده.
سرچینه زیاتوي: “څلور تنه شهیدان دي، چې دوه نارینه دي، یوه ماشومه ده او د یوه ماشوم یوازې پښې موندل شوې دي، چې تر اوسه یې جنسیت نه دی معلوم.”
هغه وايي چې یو ماشوم لا هم ورک دی او د ژغورنې عملیات دوام لري.
ده زیاته کړه: “د پاکستاني وحشي مزدور رژیم د وحشتونو په دوام تېره شپه د هلمند په ګرمسېر ولسوالۍ کې هم د عامو وګړو پر کورونو درنې بمبارۍ کړې دي، چې تر دې دمه څلور شهیدان او ۳ ټپیان دي.
هغه وايي چې د نورو شهیدانو او ټپیانو وروستي جزئیات به وروسته شریک شي.
کونړ او هلمند کې د پاکستان بمبار؛ اته کسان شهیدان او اووه نور ټپیان شوي