منځپانګې ته تلل
یکشنبه 18 اکتوبر 2026 · کابل 8:43 غ.م
ننوتل
13° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑20° ↓7°
د هوا کیفیت: منځنی
امنیت او جرمونه

اروزګان کې یوه ځوان له کورني جنجال وروسته ځان‌وژنه کړې ده

· 1 دقیقه لوستل · 32 کتنې

کابل (پژواک، ۹ تله ۱۴۰۵): د اروزګان امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې یوه ځوان له کورني جنجال وروسته ځان‌وژنه کړې ده.

د اروزګان د امنيې قوماندانۍ وياند بلال اروزګاني نن پژواک ته وويل، ياده پېښه تېره ورځ ناوخته د ترينکوټ ښار اړوند په سرخوم سيمه کې شوې ده.

هغه زياته کړه، ياد ځوان په خپل کور کې له کورنۍ سره تر جنجال وروسته ځان راځوړند کړی و.

بلخوا، د سیمي اوسېدونکي د وژل شوي ځوان نوم ذبيح‌الله یادوي او وایي چې هغه د ترينکوټ ښار اړوند د کښته سرخوم سيمې اوسېدونکی و.

د پېښې د علت او نورو جزئياتو په اړه تر اوسه نور معلومات نه دي ورکړل شوي.