کابل (پژواک، ٣ ورى ١٤٠٠ ) د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ويلي ، له افغانستان څخه د نړیوالو ځواکونو مخکې له وخته وتل د طالبانو تاوتریخوالي ته زمینه برابروي او ددې لامل کېدای شي چې دغه ډله د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو هڅه وکړي.
نوموړي دغه څرګندونې نن د وري په ٣مه، د بلجيم په پلازمينه بروکسل کې د ناټو سازمان د بهرنيو چارو وزيرانو د غونډې په څنډه کې خبريالانو ته کړې دي.
هغه زياته کړه، لازمه ده، چې له افغانستان څخه وتل د سولې د مذاکراتو پر نتیجو پورې مشروط اوسي.
ماس وویل: “موږ له افغانستان څخه د ټولو پوځیانو د مشروط وتلو غوښتونکي یو، خو هغه وتل چې د سولې مذاکراتو پورې اړوند وي او مهمه داده چې د سولې د مذاکراتو په بریالیتوب پورې مربوط وي.”
د جرمني د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړې: “موږ له افغانستانه مخکې د وخته وتلو پلوي نه یو چې د طالبانو له خوا د تاوتریخوالي او د پوځي لارو د واک د ترلاسه کولو لپاره ددې ډلې د هڅو سره مل وي. موږ دلته (افغانستان کې) ستر مسولیت لرو.”
د امریکا او طالبانو د موافقې په اساس چې په دوحه کې لاس لیک شوې ټاکل شوې چې ټول امریکایي سرتیري د مۍ د میاشتې تر لومړۍ نیټې پورې له افغانستان څخه ووځي، که څه هم چې د امریکا ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې دغه تصمیم باندې بیا غور کوي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن، ټینګار کړی دی چې د افغانستان د راتلونکې په هکله هر ډول تصمیم به د ناټو تړون سره په همغږی نیول کیږي.
Views: 60
اړیکه ونیسئ
خبرپاڼه
د کیسې وړاندیز وکړئ
د پژواک اپلیکېشن